حسينه ساپۍ: د هېواد د ټولو خلکو مسووليت دى چې د تاريخي شتمنيو او د ملي پانګو دفاع اوساتنه وکړي

moic_admin
شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۶ - ۹:۱۵
حسينه ساپۍ: د هېواد د ټولو خلکو مسووليت دى چې د تاريخي شتمنيو او د ملي پانګو دفاع اوساتنه وکړي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د امان الله خان د اثارو او
د هېواد د خپلواکۍ او ترقۍ لپاره د هڅو نندارتون په کابل کې پرانيست.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې،  د دغه نندارتون د پرانيستلو په مراسمو کې  چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمدرسول باوري، د دې وزارت يو شمېررييسانو، په کابل کې د بهرنيو هېوادونو د سفيرانو او د سفارتونو د يوشمېر استازو، د يوشمېر دولتي، خصوصي  او فرهنګي بنسټونو د استازو په ګډون جوړ شو، لومړى د هېواد د جمهوررييس محمد اشرف غني پيغام د باخترآژانس د رييس نجيب الله شينواري په واسطه ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي:
نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغې تاريخي پېښې په اړوند د امان الله خان  د اثارو او د هېواد د خپلواکۍ او ترقۍ لپاره  د هڅو تر عنوان لاندې يو نندارتون جوړ کړى دى چې د دغې پرتمينې او طلايي دورې د خاطرو د احيا کولو په برخه کې يو نيک او د قدر وړ اقدام دى.
هغه دوره چې د استعمار په وړاندې زموږ د خلکو روا مبارزو نتيجه ورکړه او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په خاطر يې د دې هېواد د بچيانو ميړانه او زړورتيا نندارې        ته وړاندې کوي.
دغه راز د جمهور رييس په پيغام کې د دې نندارتون د جوړولو په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ  له وزارت څخه مننه شوې ده.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ  خبرې وکړې او ويې ويل، چې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت د دې وزارت له لوري د فرهنګي پروګرامونو د جوړولو په لړ کې نن د امان الله خان د اثارو او د هېواد  د خپلواکۍ او ترقۍ لپاره  د هڅو نندارتون  چې د ملي موزيم له لوري چمتو شوى دى، پرانېستل کېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وويل، چې په دې نندارتون کې د شاه        امان الله خان د دورې بېلابېل اثار نندارې ته وړاندې شوي دي، څو د هغه په کړنو او فعاليتونو سره نننى نسل  په تېره بيا ځوانان  زياته بلدتيا پيدا کړي.
حسينې ساپۍ د ملي موزيم د پروګرامونو او ستراتيژۍ په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل: په پام کې ده چې په راتلوونکي کې د هېواد په ولايتونو کې هم موزيمونه  جوړ شي، ترڅو خلک او په تېره بيا نوى نسل د هېواد له تاريخ او هويت سره زياته بلدتيا پيدا کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ټينګار وکړ، چې د دې وزارت ترڅنګ  د هېواد د ټولو خلکو مسووليت دى  چې  د تاريخي شتمنيو او ملي پانګو دفاع او ساتنه وکړي.
دغه راز د ملي موزيم رييس محمد فهيم رحيمي هم په خبرو کې د دې نندارتون د محصولاتو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د دې نندارتون ټول اثار د شاه  امان الله په دورې او دهغه په کړنو او فعاليتونو پورې اړه لري.
هغه وويل: ملي موزيمونه کولاى شي د فرهنګونو ترمنځ د ارتباط د پله او هم په ملي او بين المللي کچه د سولې د تامينونکوپه توګه وي.
د مراسمو په بهيرکې د شاه امان الله خان د دورې د فعاليتونو اوتصويرونو هغه مستند فلم  چې د ملي موزيم له لوري چمتو شوى و ، هم نندارې ته وړاندې شو.
دغه راز د حسينې ساپۍ په واسطه د نندارتون له پرانېستلو وروسته په داسې حال کې  چې د ملي موزيم له لوري معلومات ورکول کېدل ، برخه والو د دې نندارتون اثار وکتل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS