جام تاریخي منار د مرکزي ستنې د پیاوړي کولو چارو په چټکتیا او لا ښه والي ټینګار وشو

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۰:۵۷
..

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د جام منار دننه چارو د بهیر د څارنې او ارزونې په موخه شهرک ولسوالۍ ته سفر وکړ او د آغاخان فرهنګي بنسټ له متخصصینو او د دغه تاریخي اثر د ترمیم او بیارغونې له انجنیرانو سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس په دې لیدنه کې د یونیسکو نړیوال سازمان او آغاخان فرهنګي بنسټ له هڅو او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، له انجنیرانو څخه وغوښتل چې د جام منار په بیارغونه او ټینګښت کې هر اړخیزه پاملرنه وکړي او چارې په ښه کیفیت او چټکتیا سره پر مخ یوسي، ترڅو د دغه تاریخي اثر د تخریب مخه ونیول شي.
همدارنګه، د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د خپل سفر په ترڅ کې د جام منار ترڅنګ د هوايي پله د جوړولو له چارو څخه هم لیدنه وکړه، ټاکل شوې چې دغه پل د هریرود سیند پر سر جوړ او سیلانیانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو زمینه برابره کړي. نوموړي د یاد پل د جوړولو چارو د ښه والي په موخه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې هم وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د جام منار دننه د مرکزي ستنې پیاوړي کولو او د هوايي پله د جوړولو چارې د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري، د یونیسکو نړیوال سازمان او آغاخان فرهنګي بنسټ په همغږۍ پیل شوې او دا مهال یې عملي چارې روانې دي.

۱۴۴۸/۳/۳۰ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۳۴
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کارکوونکو سره د مشرتابه د فرامینو او احکامو ښه پلي کیدو په موخه اصلاحی ناستې ترسره شوه

چهارشنبه نېټه(۱۴۴۸ ربیع‌الثانی ۲۴مه)، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د مشرتابه د فرامینو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د لا ښه تطبیق په موخه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۲۸
Background image

ننګرهار کې د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۰
Background image

وړیا ښوونیز مرکز کې شاوخوا ۱۶۰ تنو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند په وړیا ښوونيز مرکز کې د کمپيوټر پروګرامونو او انګليسي ژبې د زده کړو په برخو کې شاوخوا ۱۶۰ تنو زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه.
د. . .

BACK TO NEWS