جام تاریخي منار د مرکزي ستنې د پیاوړي کولو چارو په چټکتیا او لا ښه والي ټینګار وشو
د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د جام منار دننه چارو د بهیر د څارنې او ارزونې په موخه شهرک ولسوالۍ ته سفر وکړ او د آغاخان فرهنګي بنسټ له متخصصینو او د دغه تاریخي اثر د ترمیم او بیارغونې له انجنیرانو سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس په دې لیدنه کې د یونیسکو نړیوال سازمان او آغاخان فرهنګي بنسټ له هڅو او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، له انجنیرانو څخه وغوښتل چې د جام منار په بیارغونه او ټینګښت کې هر اړخیزه پاملرنه وکړي او چارې په ښه کیفیت او چټکتیا سره پر مخ یوسي، ترڅو د دغه تاریخي اثر د تخریب مخه ونیول شي.
همدارنګه، د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د خپل سفر په ترڅ کې د جام منار ترڅنګ د هوايي پله د جوړولو له چارو څخه هم لیدنه وکړه، ټاکل شوې چې دغه پل د هریرود سیند پر سر جوړ او سیلانیانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو زمینه برابره کړي. نوموړي د یاد پل د جوړولو چارو د ښه والي په موخه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې هم وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د جام منار دننه د مرکزي ستنې پیاوړي کولو او د هوايي پله د جوړولو چارې د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري، د یونیسکو نړیوال سازمان او آغاخان فرهنګي بنسټ په همغږۍ پیل شوې او دا مهال یې عملي چارې روانې دي.
۱۴۴۸/۳/۳۰ هـ ق
