تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په عامه کتابتون کې دڅيړنې او لوستلو غونډه جوړه شوه
یکشنبه ( ۴ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرھنګ او ھنر آمريت له لوري په عامه کتابتون کې د کتاب لوستلو او مطالعې غونډه جوړه شوه، چې پکښې مسؤلینو، لیکوالانو، محصلینو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
د تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او هنر آمر نورالدين راسخ وويل: ياده غونډه د ځوانانو او فرهنګپالو ترمنځ د ليک او لوست د فرهنګ د دودولو په موخه جوړه شوې وه. ھمداراز نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې عامه کتابتون، چې پکښې لس زره ټوکه کتابونه شتون لري، ته ولاړ شي او د مطالعې تر څنګ، ترې زیاته ګټه پورته کړي.
ديادونې وړ ده، چې د ثور وروستۍ اونۍ د کتاب لوستلو او مطالعې د اونۍ په نوم نومول شوې ده، هر کال په ګن شمېر ولایتونو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېږي.
۲۰۲۴/۵/۱۲ ميلادي
۱۴۰۳/۲/۲۳ ھ ش
