بچیان مو مدارسو ته واستوئ، څو زرین تاریخ مو ژوندی پاتې شي
یادې څرګندونې نن جمعه ( ۱۴۴۵/۲/۱۶ هـ ق ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه پکتيا ولایت کې د یوې مدرسې د بنسټ ډبرې اېښېدو پر مهال وکړې.
خیرخواه صاحب هلته د کابینې د یو شمېر وزیرانو تر څنګ د پکتیا مرکز ته څېرمه په اودکي سیمه کې د یوې لویې مدرسې د بنسټ ډبره کښېښوده.
نوموړي په یاده غونډه کې د خبرو پر مهال وویل:
ډېر د شکر ځای دی، چې په دې سپېره دښته کې د دین د یو لوی مرکز ډبره اېښودل کېږي.
هغه زیاته کړه، موږ رنګارنګ تکالیف وګالل، خو ستړي شوي نه یو، ګوانتامو کې مې هم خواست کاوه، چې لا نور هم د الله تعالی په دین کې ستړیاوې وګالو.
نوموړي همداراز وویل: هر چا چې د اسلام مقدس دین ته خدمت کړی، د هغوی نومونه د تاريخ پر زرینو پاڼو لیکل شوي او هېڅ وخت به د مسلمان له زړونو ونه وځي.
ښاغلي خیرخواه د یتیمانو پر سالمه روزنه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، ولسونه دې د رامنځته شوي فرصت څخه استفاده وکړي.
