بلخ کې ۵۲ تنه ځوانان له درې میاشتنیو زدکړو وروسته فارغ شول

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۹:۴۲
2qewfsv

د بلخ ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت تر چتر لاندې د آنلاین کاروبار(فریلانسنګ) زده کړو برخه کې ۵۲ تنو ځوانانو ته زده کړه ورکړل شوه او تر زده کړې وروسته فارغ او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې شول.
د يادو ځوانانو د فراغت په مراسمو کي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد، د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني، د بلخ ولایت د ځوانانو چارو آمر سلطان محمد توخي، ځوانانو او استادانو برخه اخیستې وه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد فراغت غونډې ته د وينا پرمهال وویل: ځوانان د يوې ټولنې د بدلون اساسي فکتور دی او ټینګار يې وکړ، چي پکار ده افغان ځوانان د خپل ژوند ټول کړه وړه د رسول الله (ص) د سلوک سره برابر کړي او په هر اقدام کي لومړی د الله تعالي رضا وګڼي، ترڅو دين او دنيا يې جوړه شي.
 ښاغلي راشد زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغان ځوانانو ټولو غوښتنو ته رسېده‌ګي کوي، همداراز نوموړي اسلامي ارزښتونو ته په اشارې وويل: ږيره پرېښودل او لنګۍ تړل د زده کړو مخنيوی نه کوي او بايد په هر ډګر کي خپل اسلامي ارزښتونو ته ځانګړی پام وکړو، لکه څرنګه چي د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) خپلو امتيانو ته سپارښتنه کړې ده.
د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج مولوي ذبيح الله نوراني لومړی ښاغلي راشد صاحب ته ښه راغلاست ووایه او زياته یې کړه؛ چې ۵۲ ځوانانو د دريو مياشتو په موده کې د فريلانسينګ يا آنلاین کاروبار په برخه کي ځانګړې زده کړه ترلاسه کړه او په دغه موده کې دوی توانېدلي چې شاوخوا پنځه زره ډالر وګټي.
د ښاغلي نوراني په وينا؛ اوسمهال په بلخ ولايت کې شاوخوا زر تنه ځوانان د انګليسي، کمپيوټر، فريلانسينګ او کسبونو په برخه کي د دغه رياست ښوونيزو مرکزونو کي په زده کړو بوخت دي.

۱۴۴۶/۴/۷ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۹ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS