بغلان ولایت کې بريښنایي کتابتون پرانیستل شو

rahim_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۰:۳۹
Baghlan province

پنجشنبه ( ۲۳ د شوال المکرم ۱۴۴۵ ) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت له لوري د اکټید مؤسسې په مالي همکارۍ د افغان ځوانانو د ظرفیت لوړونې، ټولنیز تعامل او علمي سرچینو ته د لاس رسي په موخه بریښنایي کتابتون (Digital library) پرانیستل شو.

 د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد وویل: په ازمایښتي ډول دغه پروګرام د ځوانانو چارو معینیت له لوري د ټکنالوژۍ د کارونې په برخه کي د ځوانانو د پیاوړتیا او علمي سرچینو ته د لاس رسي په موخه پیل شوی او د ښو پایلو د درلودلو په صورت کي به یي د هیواد ټولو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو ته وغځوي، په اوسنیو شرایطو کي اړتیا ده چي د هیواد ځوانان د نوې ټکنالوژۍ په کارولو کې وړتیا ولري او د نړۍ له نورو هیوادونو سره د سیالۍ جوګه شي.

د اکټید مؤسسې د ځوانانو د پیاوړتیا پروژې مدیر شهیر امیني وویل: دغه پروژه د ټکنالوژۍ په برخه کې د ځوانانو د وړتیاوو د لوړولو په موخه په مرکزي بغلان، پلخمري او ډنډغوري ولسوالیو کي پلي کیږي، چي ۱۲۰ ځوانان یې تر پوښښ لاندې نیولي دي.

ديادونې وړده چي په یاد بریښایي کتابتون کي د دیني او عصري علومو زرګونه بریښنایي کتابونه په مختلفو ژبو سره ځای پر ځای شوي دي.

۲۰۲۴/۵/۲ میلادي
۱۴۰۳/۲/۱۳ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

BACK TO NEWS