بست کلا لرغونې سیمه کې د علامه ابن حبان بستي رحمه الله په نوم عامه کتابتون پرانیستل شو

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۳:۲۳
ل

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند بست کلا لرغونې سیمه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس الحاج حافظ عبد الباري راشد، د فرهنګ او ګرځندوی آمر مولوي سلطان محمد حنیف، اداري مسؤلینو او یو شمېر ځوانانو په شتون کې د علامه ابن حبان بستي رحمه الله په نوم یو باب مجهز عامه کتابتون پرانیستل شو.
په پیل کې د فرهنګ او ګرځندوی آمر ښاغلي حنیف وویل: څه موده وړاندې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري هڅې  پیل شوې، ترڅو په هلمند کې د ښوونیزو مرکزونو د زیات والي ترڅنګ د عامه کتابتونونو شمېر هم زیات کړي چې دا دی نن ورځ د کتابتونونو جوړولو په لړ کې د علامه ابن حبان بستي رحمه الله په نوم مجهز یو باب کتابتون پرانیستل شو.
همدارنګه ښاغلي حنیف وویل: په دې کتابتون کې اوس مهال ۲ زره ټوکه اسلامي، تاریخي، فکري جوړښت، اجتماعي علومو او نور بېلا بېل کتابونه شتون لري چې راتلونکي کې به دغه شمېر د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ زیات کړل شي.
د یادونې وړ ده چې د دغه کتابتون موخه مو د کلتور وده، ټولنه کې د علم او مطالعې عامول، د ځوانانو سالمه بوختیا، د لرغونو سیمو ارزښت او د سیلانیانو راجلبول دي.
۱۱/۱/۱۴۰۳ هـجري لمریز
۱۹/۷/۱۴۴۶ هـجري سپوږمیز

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

کاپیسا کې د خصوصي ښوونځي نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو خصوصي ښوونځي زده کوونکي چې د خطاطۍ او نقاشۍ برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي دي وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په دې اړه جوړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۴۰
Background image

ملي موزیم ته يوه تاريخي توره وسپارل شوه

د پکتیا ولایت د یو تن اوسیدونکي حبیب الرحمن نوري له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین مولوي عتیق الله عزيزي په شتون کې ملي موزیم ته یوه تاريخي توره وسپارل شوه.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته څو جهادي آثارو وسپارل شول

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ یو تن دلګي‌ مشر مولوي نوراحمد خالد له خوا، د امریکا او متحدینو پر وړاندې د شل کلن اشغال د جهاد دورې دوه لاسي جوړ شوي جهادي آثار، د سرپل د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS