بست کلا لرغونې سیمه کې د علامه ابن حبان بستي رحمه الله په نوم عامه کتابتون پرانیستل شو
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند بست کلا لرغونې سیمه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس الحاج حافظ عبد الباري راشد، د فرهنګ او ګرځندوی آمر مولوي سلطان محمد حنیف، اداري مسؤلینو او یو شمېر ځوانانو په شتون کې د علامه ابن حبان بستي رحمه الله په نوم یو باب مجهز عامه کتابتون پرانیستل شو.
په پیل کې د فرهنګ او ګرځندوی آمر ښاغلي حنیف وویل: څه موده وړاندې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري هڅې پیل شوې، ترڅو په هلمند کې د ښوونیزو مرکزونو د زیات والي ترڅنګ د عامه کتابتونونو شمېر هم زیات کړي چې دا دی نن ورځ د کتابتونونو جوړولو په لړ کې د علامه ابن حبان بستي رحمه الله په نوم مجهز یو باب کتابتون پرانیستل شو.
همدارنګه ښاغلي حنیف وویل: په دې کتابتون کې اوس مهال ۲ زره ټوکه اسلامي، تاریخي، فکري جوړښت، اجتماعي علومو او نور بېلا بېل کتابونه شتون لري چې راتلونکي کې به دغه شمېر د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ زیات کړل شي.
د یادونې وړ ده چې د دغه کتابتون موخه مو د کلتور وده، ټولنه کې د علم او مطالعې عامول، د ځوانانو سالمه بوختیا، د لرغونو سیمو ارزښت او د سیلانیانو راجلبول دي.
۱۱/۱/۱۴۰۳ هـجري لمریز
۱۹/۷/۱۴۴۶ هـجري سپوږمیز