بادغیس کې د خبریالانو او رسنیو له مسؤلینو سره د همږغۍ ناسته وشوه
د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي: د رسنیزو چارو د لا ښه والي په موخه یې له خبریالانو او د رسنیو له مسؤلینو سره د همږغۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس آخندزاده مطیعالله متقي وویل: د خوښۍ ځای دی، چې یو داسې اسلامي نظام لرو، چې په نړۍ کې يې بدیل نشته، راځئ چې له ټولنې څخه منکرات ليرې کړو، خپل اصیل افغاني کلتور هېر نه کړو او د لویدیځ له فرهنګي یرغل څخه ځان وساتو، اسلامي سپېڅلي افکار دې زموږ په وجود کې ځای پر ځای کړو، زموږ حکومت بشپړ اسلامي دی او دا زموږ ټولو لپاره یو ستر ویاړ دی.
په پای کې، د ناستې ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه، چې د اسلامي موخو د تحقق لپاره به هر اړخیزه همکاري کوي.
۱۴۴۶/۱۰/۳۰ ق
