اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د افغان ټکنالوژۍ انسټيټيوټ محصلينو ته ښوونيزه دوره پای ته ورسېده

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۳:۵۳
lkjh

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بشري سرچينو رياست له لوري د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د افعان ټکنالوژۍ انسټيټيوټ ۲۳ تنو محصلينو ته له ادارې سره د بلدتيا او په نظري او عملي ډول د اداري کارونو د زده کړې يوه مياشتنۍ دوره پای ته ورسېده او د يوې غونډې په ترڅ کې محصلينو ته تصديق پاڼې ووېشل شوې.
یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د بشري سرچينو رئيس مولوي نقیب الله نعمان، د ګرځندوی د پراختيا رياست رئيس مولوي محمد صادق  او د ادارې د پراختيا او ظرفیت لوړونې آمر محمد عيسی خاطرزي ګډون کړی وو.

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين ښاغلي جمال د خپلو خبرو په ترڅ کې د بشري سرچينو رياست څخه مننه وکړه، چې په اداره کې دا ډول نوښتونه رامنځته کوي او د هيواد ځوانانو ته د زده کړو زمينه برابروي، نوموړي محصلينو ته په خطاب کې وويل: تاسو ځوانان د هيواد راتلونکي رهبران ياست، ځانته لوړ اهداف وټاکئ او د ژوند هره برخه کې له اخلاص څخه کار واخلئ، له وخت نه په ښه توګه استفاده وکړئ، چې د هيواد د خدمت جوګه شئ.
د بشري سرچينو رياست رئيس مولوي نقیب الله نعمان وويل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بشري سرچينو رياست د روان کال په ترڅ کې د ادارې د پراختيا او ظرفیت لوړونې په موخه بېلابېل ښوونيز پروګرامونه ترسره کړي، چې له جملې يې د وزارت کارکوونکو ته د پروژې او پروپوزل ليکنې ښوونيز سمينار چې د وزارت ۴۰ تنو آمرينو او مديرانو په کې ګډون کړی و، د کاري چاپيريال پېژندنې دوه ښوونيز سمينارونه چې نوي مقرر شويو کارکوونکو ته ترسره شو، د مديريت د اساساتو ښوونيز سمينار چې د وزارت د مختلفو رياستونو کارکوونکو په کې ګډون کړی و، په سلام پوهنتون کې د کمپيوټر او ګرافیک ډيزاين په برخه کې د ۳۰ تنو کارکوونکو روزل، همدا راز د ملکي خدمتونو په انسټيټيوټ کې د وزارت ۴۰ تنو کارکوونکو ته د زده کړو زمينه برابرول، تر څنګ يې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معينيت لخوا د (PTS)  نړيوال ښوونيز سازمان له لوري د وزارت ۴۰ تنو کارکوونکو ته د ګرځندوی، هوټلدارۍ او انګليسي ژبې زده کړې په موخه د دريو اونيو لپاره ښوونيز پروګرام، چين هيواد ته د لنډ مهالې ښوونيزې برنامې لپاره د وزارت د ۳۶ تنو کارکوونکو استول يادولی شو، تر څنګ يې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د افغان ټکنالوژۍ انسټيټيوټ ۲۳ تنو محصلينو ته له ادارې سره د بلدتيا او په نظري او عملي ډول د اداري کارونو د زده کړې يوه مياشتنۍ دوره شروع کړې وه، چې نن پای ته ورسېده.
د افغان ټکنالوژۍ انسټيټيوټ د محصلينو په استازيتوب سید موسی هاشمي د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې دوی ته يې د عملي او نظري زده کړو زمينه برابره کړې وه.
د غونډې په پای کې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د بشري سرچينو رئيس مولوي نقیب الله نعمان او د ګرځندوی د پراختيا رياست رئيس مولوي محمد صادق په لاسونو محصلينو ته تصديق پاڼې وويشل شوې.
غونډه د دعايې په لوستلو پای ته ورسېده.

۱۴۴۶/۴/۱۹ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۷
Background image

هنر

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د هنرستان ریاست اړوند د غلام محمد میمنګي د هنري زده کړو له مرکز څخه ۱۵۵ تنه فارغ شوي دي.
دغه راز په کابل ښار کې ۱۱ او بامیانو کې یو د هنري آثرو نندارتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۲
Background image

عامه کتابتونونه

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د اقتصادي همکاریو(ECO) سازمان اړوند د ډیجیټل کولو، تعلیم او تحقیق کمېټو کې د افغانستان عامه کتابتونونو ریاست غړیتوب ترلاسه کړ.
د تېر لمریز کال په لړ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۳۱
Background image

تخار کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري تلقان ښار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د یو شمېر سیمه‌ییزو مسوولینو، فرهنګیانو، استادانو، زدکړیالانو، ځوانانو او د کتاب مینه‌والو په. . .

BACK TO NEWS