اطلاعاتو او کلتور رياست د خصوصي او امارتي رسنيو له مسؤلینو سره د همږغۍ مياشتنۍ ناسته وکړه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۱:۲۶
...

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د خصوصي او امارتي رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمدالله ضرار د همږغۍ ناستو پر ارزښت خبرې وکړې او د چارو د ښه سمون او ستونزو د حل په موخه يې دا ډول ناستې مهمې وبللې.
ښاغلي ضرار وویل: لله الحمد اسلامي نظام نافذ شوی، د اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د ولس هرې ستونزې ته متوجه دی او ولس ته آسانتياوو د رامځته ‌کولو لپاره یې ځانګړي فرمانونه صادر کړي، چې تر ټولو مهم یې د بې ځایه مصارفو د کمولو فرمان دی.
نوموړي په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنيوي په موخه د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او دغه فرمان چې په ټولنه کې د ودونو، ناوړه رواجونو، حج او عمرې وروسته رواجونو د له منځه وړلو په برخه کې راغلی دی، خورا مهم او ارزښتمن يې وباله.
خبریالانو او د رسنيو مسؤلينو وويل: حکومت باید په مختلفو برخو کې د رسنيو ملاتړ وکړي او د اداراتو د اطلاعاتو برخې مسؤلين باید اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې رسنیو ته نورې اسانتياوې هم رامنځته کړي.
د ناستې په وروستۍ برخه کې خبریالانو خپلې ستونزې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس سره شريکې کړې، چې د نوموړي لخوا د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۶/۱۱/۱۷ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۳۷
Background image

میدان وردګ او لغمان ولایتونو کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د میدان وردګ او لغمان ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو، حکومتي او خصوصي رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې.
د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۳۵
Background image

د بلخ ولسوالۍ له يو شمېر تاريخي آبدو څخه ليدنه وشوه

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمدالله ضرار د يو پلاوي په ملتيا د بلخ ولسوالۍ له يو شمېر مهمو تاريخي آبدو لکه د بلخ ولسوالۍ اړوند د مير روزه‌ دار زیارت، چې په څلورمه هجري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۳۳
Background image

د غور ولایت رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه سمینار جوړ شو

دغه روزنیز سمینار د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د یوناما د لویدیځ زون دفتر په همکارۍ ۲۸ تنو د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو ته د ظرفیت لوړونې په. . .

BACK TO NEWS