«کتاب د ټولو لپاره» تر عنوان لاندې غونډه جوړه شوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۱۹
cv

د چهارشنبې ورځ ( ۲ ذوالقعده الحرام ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت د عامه کتابتونونو ریاست له ‌لوري ( کتاب د ټولو لپاره) تر عنوان لاندې د غوره لیکوالانو د ستاینې او هڅونې په موخه د سمع او بصر ریاست په تالار کې غونډه جوړه شوه.

په دې ناسته کې د خپرونو چارو معین مهاجر فراهی، د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د ځوانانو معین قاري محمد یونس راشد، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین مولوي زر محمد حقاني، د عامه کتابتونونو رئیس حافظ نعمت الله منتظر، د هنرستان رئیس مفتي لعل محمد منیب، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران، د کاپي رایټ آمر مولوي عبدالحق حماد، د امارتي ادارو مسوولینو، لیکوالانو، خبریالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

په پیل کې د عامه کتابتونونو رئیس حافظ نعمت الله منتظر د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کتاب، مطالعې او د کتاب لوستنې د فرهنګ د پراخوالي په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دا ناسته د ۱۴۰۳ لمریز کال د غوره لیکوالانو د ستاینې او هڅونې په موخه جوړه شوې ده.
ورپسې د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزی وویل چې کتاب ډېر ارزښت لري او باید کار ورته وشي، د کتاب مطالعې ته دیني، انساني او ټولنیزه اړتیا ده، اسلامي امارت تل له لیکوالانو ملاتړ کړی دی؛ ښاغلي عزیزي له لیکوالانو وغوښتل ترڅو داسې لیکنې وکړي چې تلپاتې وي، همدارنګه عام فهم او ګټور کتابونه ولیکي او د مطالعې فرهنګ لپاره هڅې وکړي.

د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي هم د مطالعې او کتاب‌ لوستنې رول مهم وباله او زیاته یې کړه: لکه څنګه چې د انسان بدن خوړو ته اړتیا لري، ذهن هم مطالعې ته اړتیا لري؛ ښاغلي مهاجر وویل باید داسې کتابونه ولوستل شي چې ګټور وي او اغېز ولري او لیکوال باید د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ کتابونه ولیکي.

د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد کتاب ته د استاد حیثیت ورکړ، ویې ویل چې د کتاب په مطالعې کې باید احتیاط وشي، ځکه د بېلابېلو کتابونو آزاده مطالعه ځوانان منحرفوي؛ ښاغلي راشد وویل په تېرو شلو کلونو کې د ځوانانو ذهنونه د لوېدیځو افکارو تر اغېز لاندې راغلي او د فکري اصلاح لپاره باید هڅې ډېرې شي.

همدارنګه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین مولوي زر محمد حقاني او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کاپي‌رايټ آمر مولوي عبدالحق حماد هم د خپلو خبرو په لړ کې د کتابونو پر ارزښت خبرې وکړې او د کتاب لیکنه او مطالعه یې د ټولنې یوه مهمه اړتیا وبلله.

غونډه د تیاتر ټیم د تمثیلي ټوټې په اجرا سره چې موضوع یې د کتاب مطالعې ارزښت او ناسم رواجونه وو، د ۱۴۰۳ کال د غوره لیکوالانو د ستاینلیکونو په وېش او دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS