خوست کې مطبوعاتي او فرهنګي مسؤلینو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۵۱
..

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د دغه ولایت د بېلابېلو ریاستونو مطبوعاتي او د ښوونځیو فرهنګي مسؤلینو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې د اسلامي نظام ارزښتونو د اهمیت، د ځوانانو رول، د پردي فرهنګ زیانونه او د راتلونکو نسلونو پر وړاندې یې اغېزې، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وروستۍ لاسته راوړنې او اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه معلومات وړاندې شول.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري د اسلامي نظام د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند کول د الله جل جلاله لوی فضل او نعمت دی.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي نظام د افغانانو د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او په اسلامي نظام کې اسلامي عقیده، د خلکو عزت او افغاني فرهنګ خوندي کېږي.
د سیمینار ګډونوالو وړاندې شوي معلومات ګټور وبلل او د اړوندو ادارو ترمنځ یې د لا ښې همغږۍ، د شته نیمګړتیاوو د له منځه وړلو او د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه یې د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه. 

۱۴۴۸/۵/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د ۱۱مې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د ۱۱مې ناحیې (هوټل پروان څلور لارې) اړوند د لوحو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۵:۷
Background image

د مشرتابه  (حفظه‌الله تعالی) د کتاب (اهل سنت او جماعت عقیده) د ارزښت او د کارکوونکو د عقیدوي درسونو د ازموینې د پایلو اعلان په اړه غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د ا.ا.ا د مشرتابه حفظه الله تعالی د کتاب (اهل سنت او جماعت عقیده) د ارزښت او اهمیت او د دغه وزارت له کارکوونکو څخه د عقیدوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۰
Background image

د فرهنګ او هنر معین؛ د لومړیتوبونو درک اړین او د آبادۍ لپاره ګډ کار مهم دی

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په خپل کاري دفتر کې د شانتي مؤسسې له مسؤلینو سره په لیدنه کې وکړې، په دې لیدنه کې د عامه کتابتونونو رئیس. . .

BACK TO NEWS