خوست کې مطبوعاتي او فرهنګي مسؤلینو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو
د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د دغه ولایت د بېلابېلو ریاستونو مطبوعاتي او د ښوونځیو فرهنګي مسؤلینو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې د اسلامي نظام ارزښتونو د اهمیت، د ځوانانو رول، د پردي فرهنګ زیانونه او د راتلونکو نسلونو پر وړاندې یې اغېزې، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وروستۍ لاسته راوړنې او اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه معلومات وړاندې شول.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري د اسلامي نظام د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند کول د الله جل جلاله لوی فضل او نعمت دی.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي نظام د افغانانو د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او په اسلامي نظام کې اسلامي عقیده، د خلکو عزت او افغاني فرهنګ خوندي کېږي.
د سیمینار ګډونوالو وړاندې شوي معلومات ګټور وبلل او د اړوندو ادارو ترمنځ یې د لا ښې همغږۍ، د شته نیمګړتیاوو د له منځه وړلو او د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه یې د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.
۱۴۴۸/۵/۲۱ هـ ق