د چهلستون تاریخي منار د وضعیت ارزونه وشوه
د کابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند پلاوي د چهلستون تاریخي منار څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې موخه د یاد تاریخي منار د اوسني وضعیت ارزونه او د دغه منار د ساتنې او خوندیتوب په اړه د موجودو ستونزو له نږدې څخه معلومول وو. دغه منار چې سلګونه کاله تاریخي قدامت لري، د چهلستون سیمې د یوه غره پر سر موقعیت لري او د غره د ښویېدنې له امله د تخریب او زیان له جدي ګواښ سره مخ دی.
د لیدنې پر مهال څرګنده شوه، چې د غره د ښویېدنې دوام او پراختیا د تاریخي منار ترڅنګ، د غره په لمنه کې د مېشتو لسګونو کورنیو لپاره هم جدي خطر رامنځته کولای شي.
د کابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پلاوي د موضوع د ارزښت په پام کې نیولو سره، د منار د وضعیت د لا دقیقې ارزونې، د احتمالي تخریب د مخنیوي او د دغه تاریخي اثر د ساتنې په موخه د اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او لازمو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ.
۱۴۴۸/۴/۶ هـ ق
