د آزادۍ ورځو( د زمري ۲۴مې او ۲۸مې) په مناسبت ولسي مشاعرې ترسره شوه
سهشنبه (۱۴۴۸ د ربیعالاول ۴مه نېټه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د ترنم او ترانو ریاست له لوري د هېواد د آزادۍ ورځو (د زمري۲۴مې او ۲۸مې) په مناسبت په غازي لوبغالي کې ستره ولسي مشاعره ترسره شوه.
مسوولینو د دغې مشاعرې د جوړېدو موخه د آزادۍ د ورځې درناوی او نمانځنه، د دیني او ملي ارزښتونو ساتنه، د خلکو ترمنځ د یووالي او همغږۍ د روحیې پیاوړتیا او د شعر او ادب د فرهنګ وده وبلله. مسؤلینو زیاته کړه، چې دغه پروګرام د شاعرانو او د شعر او ادب د مینهوالو لپاره د هېواد د آزادۍ او فرهنګي ارزښتونو په اړه د خپلو احساساتو او لیدلورو د څرګندولو زمینه برابروي.
په دې مشاعره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د بېلابېلو امارتي ادارو مسوولینو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رئیسانو، شاعرانو، ترانه او نعت ویونکو، لیکوالانو، ادیبانو، فرهنګیانو، د شعر او ادب مینهوالو او زرګونو کسانو ګډون کړی و.
د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په دې مشاعره کې وویل: د هېواد آزادي په سوال او غلامۍ نه ده ترلاسه شوې، بلکې د افغانانو د قربانیو، سرښندنو او ټینګ هوډ په پایله کې ترلاسه شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت په بریا سره د خلکو دین، ځان، مال او عزت خوندي شوي دي.
د ښاغلي طیبي په وینا؛ د اسلامي امارت له واکمنۍ سره په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی او خلک په ډاډه زړه او بشپړ اطمینان د هېواد بېلابېلو سیمو ته سفرونه کوي. نوموړي له ګډونوالو او د رسنیو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د اسلامي نظام لاستهراوړنې په غوره او مناسب توګه رسنیزې کړي او همدارنګه د فرهنګ او هنر معین د خلکو پر یووالي او همغږۍ او د امیر پر اطاعت هم ټینګار وکړ.
په دې مشاعره کې بېلابېل خوږ ژبو شاعرانو ترانه او نعت ویونکو خپل شعرونه ګډونوالو ته وړاندې کړل، چې د ګډونوالو له لوري یې تود هرکلي وشو.
۱۴۴۸/۳/۴ هـ ق
