د زرنج ښار له یو شمېر ځوانو ترنم ویونکو سره د همږغۍ ناسته وشوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۴۰
تا

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس الحاج مفتي حبیب‌الله الهام په مشرۍ د کلتوري پروګرامونو د پراختیا او په دې برخه کې د لا زیاتو خدمتونو د ترسره کولو په موخه د زرنج ښار له یو شمېر ځوانو ترنم ویونکو سره د همږغۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس د یادې غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: د ټولنې د کلتوري ودې په ځانګړې توګه د ترنم لپاره باید په ګډه کار وکړو، هڅه مو کړې ده، چې د ټولو کلتوري قشرونو لپاره پروګرامونه ترتیب کړو، ترڅو له دوی څخه ملاتړ وکړو او هغوی وهڅوو، په دې برخه کې تاسو د ځوانانو د استعدادونو د هڅولو او کشفولو لپاره د ترنم د سیالیو شاهدان یاست.
د غونډې ګډونوالو د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له فعاليتونو څخه د مننې ترڅنګ د ترنم په برخه کې خپل وړانديزونه او نظرونه وړاندې کړل، چې د اطلاعاتو او کلتور رئيس هم د کلتوري پروګرامونو د ښه والي لپاره د دوی وړاندیزونه واورېدل او ژمنه یې وکړه چې دې برخه کې به هیڅ راز هڅه ونه سپموي.

۱۴۴۶/۹/۱۷ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۷ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۱:۵۲
Background image

خوست ولسوالۍ کې د ځوانانو د فکري ودې او تاریخي آبداتو د ساتنې په اړه ناسته وشوه

د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د خوست ولسوالۍ په سچي او خوشدرې سیمو کې د  ځوانانو د فکري ودې او تاریخي آبداتو د ساتنې په اړه ناسته ترسره کړې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۲۲:۴۶
Background image

تخار کې د خبریال ملي ورځ ولمانځل شوه

د تخار ولايت اطلاعاتو او کلتور ریاست د دولتي او محلي خبریالانو، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو او د رسنیو د استازو په حضور کې د خبریال ملي ورځ ولمانځله.
د تخار د اطلاعاتو او کلتور. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۲۶
Background image

د بغلان په ګزرګاه نور ولسوالۍ کې د ځوانانو د فکري ودې او ذهنیت جوړونې غونډه ترسره شوه 

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دې ولایت په ګزرګاه نور ولسوالۍ کې د ځوانانو د فکرې ودې او ذهنیت جوړونې غونډه ترسره شوه او د غونډې ګډونوالو د نوي نسل د فکري روزنې په برخه کې. . .

BACK TO NEWS