نیمروز کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۳:۲۶
....

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مفتي حبیب الله الهام په مشرۍ د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله الهام ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ناسمو دودونو،  نشه یې توکو، انساني قاچاق اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرامینو او همدا راز د ترافيکي اصولو په اړوند د خپرونو د چمتوکولو او عامه پوهاوي کولو په اړه خبرې وکړې او د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو څخه یې وغوښتل، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د فرامینو ښه پلي کولو په برخه کې د نشراتي پالیسۍ او د ټولني غوښتنو او اړتیاوو سره سم پرګرامونه چمتو کړې او د راپور خپرولو پر مهال دقت او حقایق په پام کې ونیسي.
دغه راز د افغان خبريالانو د خونديتوب د کمېټې مسؤول عبدالغفار عزيزي د اطلاعاتو او کلتور ریاست د همکارۍ څخه د مننې کولو ترڅنګ د اسلامي نظام د دندو او فعالیتونو په منعکس کولو کې د خبریالانو پر رول ټینګار وکړ او په نیمروز کې یې د ځایي مسؤولینو د ملاتړ، همغږۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي څخه خوښي څرګنده کړه.
د غونډې په ترڅ کې ګډونوالو د رسنیو سره د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دوامداره همکاریو او ملاتړ څخه مننه وکړه او خپلې ستونزې او وړانديزونه يې شريک کړل او همدا راز یې په یادو برخو کې د خپرونو چمتو کولو ډاډ څرګند کړ.

۱۴۴۷/۵/۱۷ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳۶
Background image

لغمان کې د سیرت النبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرهان علمي او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۴۵۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

ګڼ شمېر زده کوونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست لخوا د دغه ریاست ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو ته د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چې د خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

کندوز کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د کندوز ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د دغه ولایت، دشت‌ارچي ولسوالۍ اړوند د ملا قلي په سیمه کې (د اسلامي نظام په. . .

BACK TO NEWS