لغمان کې د دوحې تړون په نوم سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۴۸
....

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د الصارم فکري او فرهنګي ادارې او د دولت شاه ولسوالۍ پوهنې مدیریت په همکارۍ د دغه ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ۳۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د دوحې تړون په نوم سیالۍ ترسره شوې وه، چې پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي: له یادې سیالۍ څخه يې موخه د فرشغان ولسوالۍ د ښوونځیو زده کوونکي مطالعې ته هڅول او دوی ته د دوحې تړون په اړه هر اړخیزه پوهه ورکول وو.
مسؤلینو زیاته کړه؛ د یادې سیالۍ لومړي مقام ګټونکي ته یو پایه لپ ټاپ کمپیوټر، دوهم مقام ګټونکي ته یو لاسي ساعت، دریم مقام ګټونکي ته نغدي جایزه او پاتې نورو مخکښو ګډونوالو ته بېلابیلې ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۷/۳/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۵:۳۵
Background image

پروان کې د سیکولریزم په اړه شپږ اونیو علمي سیمینار پای ته ورسېده

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د کلمات علمي او څېړنیزې ادارې له‌خوا هغه شپږ اوونیز علمي سیمینار، چې د چاریکار ښار د ښوونځیو ۵۰ تنو وړ او لایقو زده‌کوونکو ته د سیکولریزم د پایلو او منفي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

پکتیا کې د سیلانیانو لپاره نوې سیاحتي سیمه تشخیص شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د سیلانیانو لپاره د (بهلول دانا) په نوم نوې تاریخي او تفریحي سیمه تشخیص او وپیژندل شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۲۲
Background image

زابل کې د کمپیوټر زده کړو له ټولګیو څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کمپیوټر زده کړو له ټولګیو څخه لسګونه ځوانان فارغ او تصدیق‌پاڼې یې ترلاسه کړې.
په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

BACK TO NEWS