د غور له دولتي او خصوصي کتابتونونو څخه لیدنه وشوه
د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي عبدالحی زعيم او ورسره مل پلاوي په مرکز فیروز کوه کې له ټولو دولتي او خصوصي کتابتونونو څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس په ښار کې د کتابتونونو او کتاب پلورونکو ټولو مسوولينو ته ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست د دوى تر څنګ دى او هڅه کوي چې په ټولنه کې د لوست کلتور لا پياوړی کړي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور آمر اسرائيل حیدري وويل: دا لیدنې د عامه کتابتونونو رياست په هدايت ترسره کيږي، دې ليدنه کې ټولو کتابتونونو ته سپارښتنه وشوه، هغه کتابونه چې د شريعت او افغاني کلتورونو خلاف دي، باید له واردولو او پلورلو څخه يې ډډه وشي او خپلې کړنې باید د عامه کتابتونونو له طرزالعمل سره سمې په مخ يوسي.
د فیروز کوه کتاب پلورونکو د اطلاعاتو او کلتور رياست له دې ډول لیدنو څخه خوښي څرګنده کړه او له دې رياست څخه يې د ملاتړ کولو غوښتنه وکړه.
۱۴۴۶/۴/۱۲ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۴ هـ ل