د عامه کتابتونونو رياست او کابل پوهنتون ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معينيت اړوند د عامه کتابتونونو رياست او کابل پوهنتون ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو.
یاد تړون د عامه کتابتونونو رئيس مولوي نعمت الله منتظر او د کابل پوهنتون د څېړنو او نوښتونو مرستيال پوهندوی محمد حامد سالار له لوري لاسليک شو، چې له مخې به يې د پوهنتون زده کړيالانو ته د عامه کتابتونو کتابونو ته لاسرسی اسانه شي.
د کابل پوهنتون زده کړيالان به وکولای شي، چې د خپلو درسونو او څېړنو لپاره د عامه کتابتون له علمي منابعو نه ګټه واخلي.
۱۴۴۶/۴/۱۲ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۴ هـ ل