لوګر کې د سیرت النبي صلی الله علیه والسلم د سترې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۲۹
12ed

د لوګر ولايت د اطلاعاتو کلتور ریاست او له یتیمانو څخه د ملاتړ خیریه بنسټ په ګډه همکارۍ د سیرت النبي(ص) آزموینې او سیالۍ ٤٠ تنه مخکښ ګډونوال وستایل شول.
په همدې موخه د ښاروالۍ په تالار کې په جوړو شويو مراسمو کې د یو شمېر ادارو رئیسانو، علماوو، ځوانانو او د سیرت النبي(ص) د سیالۍ ګډونوالو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس رفیع الله صمیم له یتیمانو د ملاتړ بنسټ څخه د مننې ترڅنګ وویل: له دغو سیالیو څخه موخه د مطالعې د کلتور پراختیا او د خوږ پیغمبر (ص) له سیرت او صورت سره د ځوان قشر آشنا کول یاد کړل.
د فرامینو او احکامو د څارنې لوی ریاست د تفتیش رئیس مفتي روح الله حماس او دغه راز د لوګر ولایت د استیناف محکمې د دیوان جزا سرپرست رئیس قاري ذاکرالله جنتي او د دې ولایت  د فرامینو او احکامو د څارنې ریاست د نظامي برخي آمر مفتي وحیدالله وهاج په خپلو خبرو کې وویل: د دې ازموینې ټول ګډونوال بریالي دي، دا زموږ او تاسو مسؤلیت دی، چې د پیغمبر(ص) سیرت او صورت سره آشنایي ولرو او زده یې کړو، دوی د ورته سیالیو جوړول د ځوان نسل لپاره ډېرې مهمې وبللې.

۱۴۴۶/۴/۱۲ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۴ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۰:۱۴
Background image

د غور له دولتي او خصوصي کتابتونونو  څخه لیدنه وشوه

د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي عبدالحی زعيم او ورسره مل پلاوي په مرکز فیروز کوه کې له ټولو دولتي او خصوصي کتابتونونو څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس په ښار کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۰:۶
Background image

د عامه کتابتونونو رياست او کابل پوهنتون ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معينيت اړوند د عامه کتابتونونو رياست او کابل پوهنتون ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو.
یاد تړون د عامه کتابتونونو رئيس مولوي نعمت الله منتظر او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۲۹
Background image

لوګر کې د سیرت النبي صلی الله علیه والسلم د سترې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د لوګر ولايت د اطلاعاتو کلتور ریاست او له یتیمانو څخه د ملاتړ خیریه بنسټ په ګډه همکارۍ د سیرت النبي(ص) آزموینې او سیالۍ ٤٠ تنه مخکښ ګډونوال وستایل شول.
په همدې موخه د ښاروالۍ په تالار. . .

BACK TO NEWS