د زمري ۲۴مې د نمانځنې په موخه له لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله حنیف په مشرۍ د زمري ۲۴مې (د آزادۍ ورځې) د ښې نمانځنې په موخه له لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله حنیف د زمري۲۴مې د تاریخي ارزښت او د افغانستان د خپلواکۍ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د خپلواکۍ ورځ د افغان ولس د مېړانې، قربانیو، ملي یووالي او تاریخي ویاړونو ورځ ده، چې باید په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شي.
ښاغلې حنیف له لیکوالانو او فرهنګیانو څخه وغوښتل؛ چې د زمري ۲۴مې د مراسمو په لا ښه ترسره کېدو کې خپل مسوولیت اداء کړي او د خپلو لیکنو، ویناوو او فرهنګي فعالیتونو له لارې د دې تاریخي ورځې ارزښتونه او پیغامونه خلکو ته ورسوي.
د غونډې په لړ کې لیکوالانو او فرهنګیانو د زمري ۲۴مې (خپلواکۍ ورځې) پر تاریخي ارزښت، د اسلامي نظام د تېرو پنځو کلونو پر لاسته راوړنو او ملي ګټو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د خپلواکۍ ورځ نمانځل د هېواد د تاریخي ویاړونو د ژوندي ساتلو او راتلونکو نسلونو ته د ملي ارزښتونو د لېږد مهمه وسیله ده او د دغې ورځې د ښې نمانځنې په برخه کې به پوره همکارۍ وکړو.
د غونډې په لړ کې ګډونوالو د زمري ۲۴مې د نمانځنې مراسمو د لا ښه تنظیم او ترسره کېدو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه هم شریک کړل.
۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق
