د زرنج ښار له ښوونيزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک شول

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۰:۲
asdfgh

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب ‌الله الهام د زرنج ښار د یو شمېر خصوصي ښوونېزو مرکزونو له مسؤلینو سره د همکارۍ هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړل.
ښاغلي الهام د یادو هوکړه ليکونو د لاسلیکولو موخه په ټولنه کې تعلیمي پرمختګ او زده کوونکو ته په ښوونیز ډګر کې د اسانتياوو برابرول ياد کړل.
د نوموړي په خبره دا هوکړه ‌لیکونه به دواړو لوریو ته ښې پایلي ولري او په چارو کې به د همکاریو یو نوی فصل پرانیزي او په ترڅ کې به يې ځوانانو ته ډیرې ګټې ورسېږي.
د دې هوکړه ليکونو له مخې هغه ځوانان چې غواړي د زرنج ښار په کچه په خصوصي ښوونېزو مرکزونو کې زده کړې وکړي، د ځانګړي تخفيف د ترلاسه کولو په موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته مراجعه کوي، چې د‌ یاد ریاست له لوري ښوونيزو مرکزونو ته تر ورپېژندلو وروسته په فیس کې له تخفیف څخه برخمن کېږي.

۱۴۴۶/۱۰/۲۲ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۸:۵۲
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له استازو سره وکتل

نن یکشنبه ( ۲۲ د شوال المکرم ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه  په خپل کاري دفتر کې د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له یو شمېر استازو سره وکتل.

په پیل کې د بهر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د هنر او کلتور معین د کابل بالاحصار له روانو رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق‌الله عزیزي، د ملي دفاع وزارت مرستیال او د اړوندو وزارتونو د فرهنګي او تخنیکي پلاوي په ملتیا د کابل لرغوني بالاحصار له روانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۰:۲
Background image

د زرنج ښار له ښوونيزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک شول

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب ‌الله الهام د زرنج ښار د یو شمېر خصوصي ښوونېزو مرکزونو له مسؤلینو سره د همکارۍ هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړل.
ښاغلي الهام د یادو هوکړه. . .

BACK TO NEWS