د زرنج ښار له ښوونيزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک شول

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب الله الهام د زرنج ښار د یو شمېر خصوصي ښوونېزو مرکزونو له مسؤلینو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
ښاغلي الهام د یادو هوکړه ليکونو د لاسلیکولو موخه په ټولنه کې تعلیمي پرمختګ او زده کوونکو ته په ښوونیز ډګر کې د اسانتياوو برابرول ياد کړل.
د نوموړي په خبره دا هوکړه لیکونه به دواړو لوریو ته ښې پایلي ولري او په چارو کې به د همکاریو یو نوی فصل پرانیزي او په ترڅ کې به يې ځوانانو ته ډیرې ګټې ورسېږي.
د دې هوکړه ليکونو له مخې هغه ځوانان چې غواړي د زرنج ښار په کچه په خصوصي ښوونېزو مرکزونو کې زده کړې وکړي، د ځانګړي تخفيف د ترلاسه کولو په موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته مراجعه کوي، چې د یاد ریاست له لوري ښوونيزو مرکزونو ته تر ورپېژندلو وروسته په فیس کې له تخفیف څخه برخمن کېږي.
۱۴۴۶/۱۰/۲۲ ق