د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د کاپیسا له خبریالانو سره وکتل

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۵۰
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني صاحب او د دې وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي صاحب د امارتي او خصوصي رسنیو له یو شمېر خبریالانو او مسؤلینو سره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې وکتل.
د دې لیدنې پر مهال د خصوصي رسنیو مسؤلینو خپلې ستونزې، په ځانګړې توګه د فریکونسي فلټر او د پایې (انټن) د نصب کولو اړوند، د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر او د خپرونو چارو له معین سره شریکې کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني صاحب د خبریالانو د فعالیتونو او د پېښو په وړاندې د هغوی د فعاله دریځ ستاینه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د موجودو ستونزو د حل او له خبریالانو څخه د ملاتړ لپاره به لازمې هڅې وشي.
د یادونې وړ ده، چې کاپیسا د سفر په ترڅ کې ښاغلي حقاني صاحب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له بېلابېلو کاري شعبو څخه هم لیدنه وکړه او د لیدنې پر مهال یې اړوندو مسؤلینو ته د لازمو سپارښتنو ترڅنګ د دوی د ستونزو د حل ډاډ هم  ورکړ.

۱۴۴۸/۱/۱۶ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۷
Background image

زابل کې د رسنیو له مسؤلینو، خبريالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د زابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټې په همکارۍ د رسنیو له مسؤلینو، خبريالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۳
Background image

سید سجاد سادات د هېواد ۳۴ولایتونو ته په موټرسایکل سفر ترسره کړ

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي؛ د سید سجاد سادات په نوم د هرات ولایت اوسیدونکي د هېواد ۳۴ ولایتونو ته په موټرسایکل سفر وکړ او دا سفر یې لوګر ولایت ته په راتګ سره پای ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۵۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د کاپیسا له خبریالانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني صاحب او د دې وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي صاحب د امارتي او خصوصي رسنیو له یو شمېر خبریالانو او مسؤلینو سره د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS