د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د امارت پېژندنې علمي سيالۍ خبرتيا

tawana_admin
مم

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معینیت د عامه کتابتونونو ریاست د مرکز کابل په شکردره او میربچه کوټ ولسوالیو کې د امارت پېژندنې کتاب علمي سیالي ترسره کوي، دا سیالي د هېواد د ځوانانو په منځ کې د اسلامي امارت د تاریخ، ارزښتونو او لاسته راوړنو په اړه د عامه پوهاوي په موخه ترسره کېږي.
د امارت پېژندنې کتاب د افغانستان اسلامي امارت د تاریخي شالید، د جهاد او مبارزې کلونو، د اسلامي نظام د جوړولو هڅو، او د هېواد د پرمختګ لپاره د اوسنیو فعالیتونو په اړه ارزښتناک معلومات وړاندې کوي.
د سیالۍ ګټونکو لپاره لاندې ډالۍ په پام کې نیول شوې دي:
- د لومړي مقام ګټونکي لپاره: یو لپټاپ کمپیوټر
- د دویم مقام ګټونکي لپاره: یو ځیرک ګرځنده ټیلیفون
- د درېیم مقام ګټونکي لپاره: یو الفجر ساعت
همدارنګه په لسګونو نورې ډالۍ د غوره ګډونوالو لپاره په پام کې نیول شوې دي.
د نوم لیکنې لپاره، مهرباني وکړئ د یادو شویو ولسوالیو ټولو لېسو ته د یو قطعه عکس او تذکرې له کاپي سره ولاړ شئ.
د نوم لیکنې وروستۍ نېټه: د ۱۴۰۳ لمریز کال د وږي ۱۵مه
د ازموینې ورځ: د ۱۴۰۳ لمریز کال د تلې ۶مه

آخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۵:۴۷
Background image

اطلاعیه امتحان کتاب امارت شناسی از سوی ریاست کتاب‌خانه‌های عامه

ریاست کتاب‌خانه‌های عامه معینیت فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ امتحان کتاب امارت شناسی را در ولسوالی‌های میربچه‌کوت و شکردره کابل برگزار می‌نماید. این امتحان به هدف آگاهی از تاریخ، . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۸:۳۱
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۲:۴۰
Background image

بازگشت به اطلاعیه ها