غور کې د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۵
...

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د شعر او ادب د درناوي، د فرهنګي شتمنیو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره کړه، چې پکې د سیمه‌ییزو ادارو مسوولینو، علماوو کرامو، شاعرانو، ادیبانو، لیکوالانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحی زعیم وویل: په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د (غنم ګل) په نوم فرهنګي مشاعره ترسره شوه، چې په لړ کې یې د غور ولایت شاعرانو، ادیبانو او لیکوالانو د شعر او ادب په ژبه د دغه ولایت د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د ارزښتونو په اړه خبرې وکړې او خپلې ادبي او شعري پنځونې یې وړاندې کړې.
ښاغلي زعیم زیاته کړه، چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د مهمو کرنیزو محصولاتو په اړه بېلابېل فرهنګي پروګرامونه جوړېږي، چې دا د فرهنګیانو ترمنځ د لا ډېر انسجام او یووالي زمینه برابروي او همدارنګه شاعران او ادیبان کولای شي د خپلو شعرونو او ادبي اثارو له لارې د خپل ولایت د بزګرانو د محصولاتو ګټې او ارزښتونه را منعکس کړي.
ادیبانو او شاعرانو د دغه ډول پروګرامونو د جوړېدو هرکلی وکړ او د غور ولایت د کرنیزو محصولاتو د ارزښتونو او لاسته راوړنو په انعکاس کې یې اغیزمن وباله او په راتلونکي کې یې د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه هم وکړه.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروګرام د لومړي ځل لپاره د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت په دغه ولایت کې جوړ شوی، چې په کې د شعر، نعت او ترانو له لارې د بزګرانو د محصولاتو ګټې او ارزښتونه بیان شول.

۱۴۴۸/۴/۲۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۵
Background image

دیدار هیأت دیپلماتیک ازبکستان از ولایت غزنی 

بهادر تاشمانوف معاون سفارت جمهوری ازبکستان، در حالی که شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف، معاون اداره مسلمانان این کشور، وی را همراهی می‌کرد، در جریان سفر خود به ولایت غزنی با ملا ولی‌جان حمزه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۱
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیا نشست هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌های این ولایت راه‌اندازی کرد.
در این نشست، مشکلات موجود در برابر رسانه‌ها، خواسته‌های خبرنگاران و پیشنهادات. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۶
Background image

برگزاری مشاعره «گل‌گندم» در غور

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت غور، به‌منظور گرامی‌داشت جایگاه شعر و ادب، تقویت داشته‌های فرهنگی و حمایت از دهقانان، مشاعره‌ای ادبی را با حضور مسوولان محلی، علمای کرام، شاعران، ادیبان،. . .

BACK TO NEWS