د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين بدخشان ولايت ته سفر وکړ

wares_admin
Sun, May 26 2024 12:55 PM
…

شنبه ( ۱۶ ذوالقعده  ۱۴۴۵ ) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي سعدالدین سعید بدخشان ولايت ته د سفر په ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس انجنیر ذبیح الله امیري او د دې ادارې له کارکوونکو سره وکتل.

ښاغلي سعید د خپل سفر په ترڅ کې له محلي موزیم، د پل خشتي تاریخي آبده، عامه کتابتون او د دې ادارې له ګن شمېر تاريخي سيمو لیدنه وکړه، ھمداراز يې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وړاندیزونه  واورېدل او د حل په موخه يې ډاډ ورکړ.

نوموړي د کاري چارو د ښه والي او مراجعینو ته د خدمتونو د اغېزمنتوب په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کارکوونکو ته یو لړ لازمې لارښوونې وکړې او له دوی یې وغوښتل، چې په ژمنتیا او لېوالتیا سره دي خپلو دندو ته دوام ورکړي.

۲۰۲۴/۵/۲۵ ميلادي 
۱۴۰۳/۳/۵ ھ ش

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS