محمدطاهر زهير:دفرهنګي اثارو ساتنه داطلاعاتواوفرهنګ له لومړيتوبونوڅخه دى .

moic_admin
Mon, Jun 29 2020 7:19 PM
vc

محمد طاهر زهیر سرپرست وزارت اطلاعات وفرهنگ امروز درصحبت تصویری با روسای اطلاعات وفرهنگ شماری ازولایت ها، تاکید کرد که حراست

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد ظاهر زهير نن ديوشمېر ولايتونو داطلاعاتواوفرهنګ له رييسانو سره په تصويري خبرو کې ټينګاروکړ چې دفرهنګي ملموسو اوغيرملموسو اثارو ساتنه ددغه وزارت له لومړيتوبونو څخه دى.

په دې تصويري خبرو کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست دننګرهار ، غزني ، پکتيکا ، خوست ،لغمان ، روزګان ، لوګر اودغور دولايتونو داطلاعاتواوفرهنګ رييسانو کارونه اوستونزې وڅېړلې .

دغه راز ددغو ولايتونو داطلاعاتواوفرهنګ رييسانو دخپلواړوندو رياستونو دکارونو برياليتوبونو او پروګرامونو رپوټونه داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرست سره شريک کړل .
دوى د تشکيل، بودجې، اودترانسپورتي وسايطو دکمښت، تاريخي ابدو ته دپاملرنې د ولايتونو د عامه کتابتونونو دسمبالولو او ځوانانو ته دفرهنګي او روزنيزو پروګرامونو دترسره کولو په لاره کې دزمينو دبرابرولو له پلوه خپلې يوشمېر ستونزې او غوښتنې هم بيان کړې .

په همدې ترتيب داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دهېواد د فرهنګي ملموسو اوغير ملموسو اثارو ساتنه ددغه وزارت له لومړيتوبونو څخه وبلل او په دې برخه کې داطلاعاتواوفرهنګ درييسانو په پاملرنې هم ټينګاروکړ .
محمد طاهر زهير په دې ترڅ کې چې ددغو ستونزو په لرې کولو کې د همکارى ژمنه وکړه دمرکز او ولايتونو ترمنځ دمنظمو اړيکو ، همغږى او سمون دچارو په ښه والي کې يومهم کار وباله .

vczuhairmembers

 

تازه ترین اخبار

Tue, Oct 27 2026 3:22 PM
Background image

MOIC Commission Inspects Signage and Advertising Boards in Kabul’s District 20

The Commission for the Reform of Signage and Advertising Boards, under the Ministry of Information and Culture’s Deputy Ministry for Publications Affairs, inspected signage and. . .

Mon, Oct 26 2026 3:38 PM
Background image

MOIC Concludes Three-Day Capacity-Building Seminar for Media Professionals

Bakhtar News Agency, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, concluded a three-day capacity-building seminar for. . .

Mon, Oct 26 2026 3:33 PM
Background image

MOIC Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

on Monday, 14 Jumada al-Awwal 1448 AH, The Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture held its regular meeting  under the chairmanship of the Deputy Minister. . .

BACK TO NEWS