محمدطاهر زهير:دفرهنګي اثارو ساتنه داطلاعاتواوفرهنګ له لومړيتوبونوڅخه دى .

moic_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۹ - ۱۹:۱۹
vc

محمد طاهر زهیر سرپرست وزارت اطلاعات وفرهنگ امروز درصحبت تصویری با روسای اطلاعات وفرهنگ شماری ازولایت ها، تاکید کرد که حراست

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد ظاهر زهير نن ديوشمېر ولايتونو داطلاعاتواوفرهنګ له رييسانو سره په تصويري خبرو کې ټينګاروکړ چې دفرهنګي ملموسو اوغيرملموسو اثارو ساتنه ددغه وزارت له لومړيتوبونو څخه دى.

په دې تصويري خبرو کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست دننګرهار ، غزني ، پکتيکا ، خوست ،لغمان ، روزګان ، لوګر اودغور دولايتونو داطلاعاتواوفرهنګ رييسانو کارونه اوستونزې وڅېړلې .

دغه راز ددغو ولايتونو داطلاعاتواوفرهنګ رييسانو دخپلواړوندو رياستونو دکارونو برياليتوبونو او پروګرامونو رپوټونه داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرست سره شريک کړل .
دوى د تشکيل، بودجې، اودترانسپورتي وسايطو دکمښت، تاريخي ابدو ته دپاملرنې د ولايتونو د عامه کتابتونونو دسمبالولو او ځوانانو ته دفرهنګي او روزنيزو پروګرامونو دترسره کولو په لاره کې دزمينو دبرابرولو له پلوه خپلې يوشمېر ستونزې او غوښتنې هم بيان کړې .

په همدې ترتيب داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دهېواد د فرهنګي ملموسو اوغير ملموسو اثارو ساتنه ددغه وزارت له لومړيتوبونو څخه وبلل او په دې برخه کې داطلاعاتواوفرهنګ درييسانو په پاملرنې هم ټينګاروکړ .
محمد طاهر زهير په دې ترڅ کې چې ددغو ستونزو په لرې کولو کې د همکارى ژمنه وکړه دمرکز او ولايتونو ترمنځ دمنظمو اړيکو ، همغږى او سمون دچارو په ښه والي کې يومهم کار وباله .

vczuhairmembers

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۴/۵ - ۱۰:۴
Background image

د قندهار مشهور سندرغاړي سید سرورآغا پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهیر د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام

په خواشینۍ مې خبر ترلاسه کړ چې د قندهار مشهور سندرغاړي سید سرورآغا نن د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد سید سرورآغا له همغې ځوانۍ د موسیقۍ هنر ته مخه کړه او په دغه. . .

جمعه ۱۴۰۰/۴/۴ - ۱۰:۳۱
Background image

په بیجینګ کې د افغانستان په سفارت کې فرهنګي خونه پرانیستل شوه

د چین په پلازمېنه بیجینګ کې د افغانستان اسلامی جمهوري دولت په سفارت کې وړمه ورځ د ځانګړیو مراسمو په ترڅ کې د افغانستان فرهنګي خونه پرانیستل شوه.

د فرهنګي خونې د پرانیستو په مراسمو کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۱:۵۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي میراثونو او تاریخي آبدو ساتنې ته اندېښمن دی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وايي چې په دغو ورستیو کې وسله وال طالبان د هېواد په یو شمېر سیمو کې مېشت شوي او دوی اندېښمن دي چې طالبان د تېر په څېر فرهنګي میراثونه او تاریخي آبدې. . .

BACK TO NEWS