کونړ کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه غونډه وشوه

wasim_admin
Wed, Apr 29 2026 3:27 PM
..

د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه غونډه وشوه، چې په دې غونډه کې د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو ترڅنګ قومي مشرانو، شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړتیا خبرې وکړې او ویې ویل: د عالیقدر امیرالمومنین(حفظه الله) ۱۷ مه ګڼه فرمان پلي کول د هر فرد مسؤلیت دی، ځکه دغه فرمان د ټولنیز نظم ټینګولو، ولسونو ته د اسانتیاوو برابرولو او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی دی.
د غونډې په لړ کې نورو ویناوالو هم په ټولنه کې د ناوړه دودونو د زیانونو په اړه خبرې وکړې او له ټولو ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې په ټولنه کې د یاد فرمان په پوره توګه پلي کولو کې خپل مسؤلیت اداء کړي.
دغه راز په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په برخه کې قومي مشرانو، شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو او ځوانانو د پوره همکاریو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) ټول فرامین د ولسونو د ګټو په موخه صادر شوي دي او موږ یې په پوره توګه او په ګډه ملاتړ کوو.

۱۴۴۷/۱۱/۱۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

Mon, May 04 2026 3:56 PM
Background image

A regular meeting of the Book Evaluation Commission was held.

On Monday (17th of Dhul-Qa‘dah 1447 AH), the Ministry of Information and Culture’s Book Evaluation Commission held its regular session under the leadership of the Deputy Minister for. . .

Sun, May 03 2026 1:59 PM
Background image

The Director of Information and Culture of Faryab, accompanied by a delegation, traveled to Andkhoy District.

During his visit, the Director met with media representatives and toured the public library of Andkhoy District. He urged media officials to be mindful of their responsibilities,. . .

BACK TO NEWS