د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته د ظرفيت لوړونې روزنيز سمينار پای ته ورسېد

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۲۱:۲۴
Fhhu

چهار شنبه( ۲۱ د‌ رجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته د ظرفيت لوړونې روزنيز سمينار په څلورمه ورځ هم دوام درلود.

دې سمينار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي، د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف اللّٰه خیرخواه، د اسلامي امارت مرستیال وياند حمدالله فطرت، د رياست الوزرا مقام د دفتر رياست د مطبوعاتو او ستراتيژۍ مرستيال قاري عبدالستار سعيد، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت اللّٰه نړيوال او د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو او مطبوعاتي مسؤلينو ګډون کړی وو.

د سمينار څلورمه ورځ د ملي راډېو تلوېزيون د خبريال عبدالمتين هوشمند له لوري د مرکې، ګردي مېز، وضاحتي کلیپ برابرولو، د وياندويۍ، رسنیزو چارو او رسنيو سره د اړيکو جوړولو او ساتلو په اړه د برابر شوي لکچر په وړاندې کولو سره پيل شوه.

ورپسې د رياست الوزرا مقام د دفتر رياست د مطبوعاتو او ستراتيژۍ مرستيال قاري عبدالستار سعيد د سمينار ګډونوالو ته د وينا پر مهال وويل: وياندويان او مطبوعاتي مسؤلين د ادارو رسمي دريځ ابلاغوي، دا ادارې د ولسونو او اداراتو ترمنځ د باور رامنځته کولو په موخه جوړې شوي دي، په هر رسنيز فعاليت کې مو اسلامي، ملي او اخلاقي ارزښتونه په پام کې ونيسئ، له قومي، ژبني، مذهبي او قشري تعصباتو ځان وساتئ، په رسنيزو فعاليتونو کې بايد له افراط او تفريط څخه ډډه وشي، په اوسني وخت کې رسنۍ د ټولنو لپاره مسير ټاکي، بايد هڅه وکړو، چې له دې برخې د مثبت مسير په ټاکلو کې ګټه واخلو.

همدا راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف اللّٰه خیرخواه د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: وياند د رسنيو او ولسونو پر وړاندې مسؤليت لري، چې پر وخت ورسره د پېښو، لاسته راوړنو او فعاليتونو په اړه معلومات شريک کړي، وياندويانو ته پکار ده، چې د ويناوالۍ پر مهارتونو حاکميت ولري، تر څو په لنډ شکل او اسانۍ سره خپل مطلب تر خلکو ورسوي، وياندويان او مطبوعاتي مسؤلين دې د خلکو ناهيلۍ او بې اعتمادۍ ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړي او د مطبوعاتي کنفرانسونو او رسنيو له لارې دې له خلکو سره پراخې اړيکې جوړې کړي.

د يادونې وړ ده، چې د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته د ظرفيت لوړونې او روزنيز سمينار نن پای ته ورسېد، سبا به د‌ همدې سمينار په دوام د رسنيو، خبريالانو او د وزارتونو او مستقلو ادارو د ویاندویانو تر منځ د همږغۍ غونډه جوړه شي.

 

 

۱۴۰۳/۱۱/۳ ل

۲۰۲۵/۱/۲۲ ز

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در ارزگان

ریاست اطلاعات و فرهنگ ارزگان به هدف تقویت فرهنگ مطالعه، رشد فکری نسل جوان و جلب توجه بیشتر به ارزش کتاب، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را برگزار کرد. در این نمایشگاه، علاوه‌بر مسوولان برخی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۴
Background image

کتاب‌خانه‌‌عامهٔ جدید در سانچارک ساخته می‌شود

رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل در سفرش به ولسوالی سانچارک، زمین اعمار یک کتاب‌خانه عامه معیاری را در مرکز قریه تکزار تثبیت و به‌گونه رسمی تسلیم گرفت. این زمین به مساحت ۶۰۰ متر مربع با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۲
Background image

مطبعه ریاست اطلاعات و فرهنگ پنجشیر دوباره فعال می‌شود

مفتی عبدالعلیم ځانواک رییس نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت به ولایت پنجشیر سفر کرد و ضمن دیدار با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت از. . .

BACK TO NEWS