د هرات ښار د پنځم منار د ترميم او ساتنې د څرنګوالي دويمه غونډه جوړه شوه

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۹:۴۳
د هرات ښار د پنځم منار د ترميم او ساتنې د څرنګوالي دويمه غونډه جوړه شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په مشرۍ د هرات ښار د پنځم منار د ترميم او ساتنې د څرنګوالي په اړه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د يونسکو د فرهنګي څانګې مسوول، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو او لرغونپېژندنې رييسانو گډون کړی و.

په غونډه کې کارپوهانو د هرات د پنځم منار د ساتلو، ټينګولو او ترميم په اړه خپلې نظريې او تجربې څرګندې کړې.

په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير وويل: پنځم منار په ناوړه حالت کې دی او موږ ډېر فرصت لرو. له نړيوالو همکارانو غواړو چې د ناوړې پېښې مخه بايد ونيول شي.

هغه همدارنګه ټينګار وکړ چې د تاريخي آبداتو رياست دې له کارپوهانو سره په همغږۍ کې عملي کار پيل کړي. ده له هغو بنسټونو مننه وکړه چې د منارونو په ساتنه کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره همکاري کوي.

کابل/ د تلې ۲۴مه/ باختر

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۸
Background image

برگزاری نشست هماهنگی خبرنگاران و مسوولان ادارات امارتی در تخار 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت تخار نشست هماهنگی با خبرنگاران، مسوولان رسانه‌ها و نمایندگان ادارات امارتی برگزار کرد.
در این نشست، روی موضوعات مرتبط به هماهنگی بهتر میان رسانه‌ها و ادارات،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۷
Background image

اعلان نتایج امتحان مسابقه فرمان شماره هفدهم

به مناسبت هفته کتاب محفل اعلان نتایج امتحان مسابقه فرمان شماره هفدهم عالی‌قدر امیرالمومنین حفظه‌الله تعالی امروز با حضور مسوولان محلی، استادان و محصلان در ولایت بادغیس برگزار شد.
رییس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۱
Background image

صد تن از جوانان پس از فراگیری آموزش‌های فکری و عقیدوی در بغلان فارغ شدند

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ بغلان می‌گویند که صد تن از جوانان در این ولایت، پس از سپری‌کردن یک ماه آموزش‌های فکری و عقیدوی، از یک برنامه آموزشی فارغ گردیده‌اند.
رییس اطلاعات و فرهنگ. . .

BACK TO NEWS