په یوسف خېل ولسوالۍ کې د امـارت پېژندنې کتاب سيالۍ پايلې اعلان شوې

د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د یوسف خېل ولسوالۍ له (۱۴۶) تنو زده کوونکو او ځوانانو د امارت پېژندنې کتاب علمي سيالۍ اخیستل شوې آزموینې پایلې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان او لس تنه غوره ګډونوال په بېلابېلو ډالیو ونازول شول.
د غونډې ویناوالو له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ځوانانو د علمي او فکـري وړتیا لوړولو په موخه دا ډول پروګرامونه اړین دي او هیله یې وښوده، څو په راتلونکې کې دې ته ورته نور پروګرامونه او سیالۍ هم ترسره شي.
د ځوانانو چارو آمر محمد ذاکر ناياب وویل: په ټول توان سره به د ځوانانو د ښې راتلونکې لپاره هڅې کوي، نوموړي زیاته کړه: د ځوانانو تر منځ د مطالعې دود پياوړي کولو، سالم رقابت رامنځته کولو او د خپلو اسلافو له تاریخ د خبراوي په موخه دا ډول سيالۍ ترسره کوي.
د يادونې وړ ده، چې د يادې سيالۍ لومړي مقام ګټونکي ته کمپیوټر، دویم او درېیم مقام ګټونکو ته مبايلونه او تر لسم مقام پورې غوره ګډونوالو ته بېلابېلې جايزې، کتابونه او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.
۱۴۴۶/۳/۲۳ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۵ هـ ل