په یوسف خېل ولسوالۍ کې د امـارت پېژندنې کتاب سيالۍ پايلې اعلان شوې

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۲:۳۰
..

د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د یوسف خېل ولسوالۍ له (۱۴۶) تنو  زده کوونکو او ځوانانو د امارت پېژندنې کتاب علمي سيالۍ اخیستل شوې آزموینې پایلې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان او لس تنه غوره ګډونوال په بېلابېلو ډالیو ونازول شول.
د غونډې ویناوالو له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ځوانانو د علمي او فکـري وړتیا لوړولو په موخه دا ډول پروګرامونه اړین دي او هیله یې وښوده، څو په راتلونکې کې دې ته ورته نور پروګرامونه او سیالۍ هم ترسره شي.
د ځوانانو چارو آمر محمد ذاکر ناياب وویل: په ټول توان سره به د ځوانانو د ښې راتلونکې لپاره هڅې کوي، نوموړي زیاته کړه: د ځوانانو تر منځ د مطالعې دود پياوړي کولو، سالم رقابت رامنځته کولو او د خپلو اسلافو له تاریخ د خبراوي په موخه دا ډول سيالۍ ترسره کوي.
د يادونې وړ ده، چې د يادې سيالۍ لومړي مقام ګټونکي ته کمپیوټر، دویم او درېیم مقام ګټونکو ته مبايلونه او تر لسم مقام پورې غوره ګډونوالو ته بېلابېلې جايزې، کتابونه او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۳/۲۳ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۵ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۰
Background image

پنجشېر کې د اسلامي نظام د ګټو او د اسلام له نظره د انسان د پیدایښت په اړه زده کړیز پروګرام جوړ شو

د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري (د اسلامي نظام د ګټو او د اسلام له نظره د انسان د پیدایښت) تر عنوان لاندې یو ورځنۍ زده کړیز پروګرام د دې ولایت لسګونو ځوانانو په شتون کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۰
Background image

د ضحاک لرغونې ښار څخه لیدنه ترسره شوه

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی صالح د ضحاک لرغونې ښار څخه د عمومي حالت څیړلو په موخه لیدنه وکړه.
قاري سید مصطفی صالح وویل، چې د دغه ښار د مرمت کارۍ دویم فاز چارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۵۸
Background image

د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو د نورستان اطلاعاتو او کلتور رئیس سره وکتل

د کابل پوهنتون لرغون پېژندنې څانګې یو شمېر استادانو او محصلینو د پوهاند عصمت الله عثماني په مشري نورستان ولایت ته د علمي سفر په ترڅ کې ددې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس سره وکتل.
پوهان. . .

BACK TO NEWS