کابل بالاحصار کې د کيندنو څلورمه دوره پای ته ورسېده
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معينيت اړوند د لرغون پېژندنې رياست له لوري د آغاخان کلتوري مرکز په تخنيکي همکارۍ د کابل بالاحصار کې د کيندنو څلورمه دوره هم پای ته ورسېده.
د کيندنو څلورمه دوره چې د شاوخوا ۳ مياشتو په جريان کې ترسره شوه، پکښې دوه ډوله منقول او غیر منقول آثار ترلاسه شول، چې په اسلامي او له اسلام مخکې دورو پورې اړه لري.
په ترلاسه شويو منقولو آثارو کې خټين، ډبرين، اوسپنيز او خاورين توکي او په غیر منقول آثارو کې محافظتي ديوالونه، دفاعي برجونه او کوټې شاملې دي، چې ياد آثار له کشف وروسته تر څېړنو، ثبت او سجل لاندې نيول شوي دي.
۱۴۴۶/۳/۱۴ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۲۷ هـ ل
