د فارياب پوهنتون د ادبياتو او ټولنیزو علومو له پوهنځي سره د همکارۍ تړون لاسلیک شو

د فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست او د ياد ولايت د پوهنتون د ادبياتو او ټولنیزو علومو له پوهنځي سره د څيړنيزو او علمي سفرونو، د تاريخي آبداتو، لرغونو سيمو او عامه کتابتون څخه د ليدنې په برخه کې د همکاريو تړون لاسليک کړ.
د ياد تړون د لاسليک کولو پرمهال د فارياب پوهنتون رئيس مولوي محمد محق، د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي شمس الدين محمدي او د ادبياتو او ټولنيزو پوهنځي رئيس حافظ سید بهاء الدين انصاري او نورو کارمندانو ګډون درلود.
د پوهنتون رئيس مولوي محمد محق د عامه پوهاوي او اسلامي کلتور رواجولو برخو کې د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅې د ستاينې وړ وبللې.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي شمس الدين محمدي د فارياب پوهنتون او د ادبياتو او ټولنيزو علومو پوهنځي له همکاريو مننه وکړه او د اطلاعاتي، کلتوري او تاريخي پروګرامونو په تنظيم کې يې د دوامدارې همکارۍ غوښتنه وکړه.
۱۴۴۶/۲/۱۷ هـ ق
۱۴۰۳/۵/۳۱ هـ ل