فارياب کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۳:۱۲
..

د فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ مياشتنۍ ناسته د د دولتي او خصوصي رسنيو د استازو او خبريالانو په ګډون ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي شمس االدين محمدي د رسنيو پر ارزښت او د اطلاع رسونې برخه کې ددوی په کليدي رول خبرې وکړې او ويې ويل: رسنۍ د ارتباطي پل په توګه د دولت او ولسونو په کارونو کې د بهتروالي او شفافيت برخه کې ښه رول لوبولی شي، د رسنيو او دولتي ادارو ترمنځ ګډه همکاري ضرور ده، ځکه بغیر له همکارۍ يو لوری هم د مشترکو اهدافو په ترلاسه کولو نه بريالی کيږي.
همداراز د اطلاعاتو آمر غلام محمد کريمي د خبريالانو ته د کارونو د اسانه کولو په موخه ددې آمريت د هڅو او پلانونو په اړه معلومات شريک کړل.
د خبريالانو په استازولۍ حسن سرداش او فیروز غفوري د رسنيو او خبريالانو د ستونزو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه خبرې وکړې او له مسؤلينو يې په دې برخه کې د اسانتياوو برابرولو غوښتنه وکړه.

۱۴۴۶/۲/۳ هـ ق
۱۴۰۳/۵/۱۷ هـ ل

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۰
Background image

نصب بنرهای فرمان شماره ۱۷ در ساحات ولسوالی ده‌سبز

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل بنرهای فرمان شماره هفده زعیم کشور حفظه‌الله‌تعالی را در بخش‌های مختلف ولسوالی ده‌سبز این ولایت نصب کرد.
به گفتۀ مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۵۸
Background image

رییس امور جوانان؛ جوانان در تحکیم نظام و آبادی کشور مسوولیت اساسی دارند

این اظهارات را مولوی محمد داوود آغا هاشمی رییس امور جوانان وزارت اطلاعات و فرهنگ، در سیمینار یک‌روزه تحت عنوان (رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام ا.ا.ا. و آبادی کشور) در ولایت جوزجان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۳۱
Background image

برگزاری سیمینار اصلاحی و فکری در الینگار

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان به همکاری مشترک اداره فکری و فرهنگی الصارم سیمینار اصلاحی و فکری را با هدف جلوگیری از رسوم ناپسند و شناخت افکار باطل به حدود ۲۵۰ تن جوان راه‌اندازی کرد. . .

BACK TO NEWS