فراشغان کې د امارت پېژندنې کتاب علمي سيالۍ ازموينه واخيستل شوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
jj

د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دولت شاه ولسوالۍ اړوند د فراشغان سیمې د بیلابیلو ښوونځیو او مدرسو له شاوخوا (۳۰۰)  تنو زده کوونکو څخه د امارت پېژندنې کتاب علمي سیالۍ ازموینه واخیستل شوه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امر ذبیح الله ناصح وویل: ددې سیالۍ موخه د ځوانانو فکري اصلاح، روزنه، علمي سویه لوړول او ترڅنګ یې ځوانان مطالعې ته تشویقول دي.
د نوموړي په وينا؛ ددې سیالیو د پایلو تر اعلان وروسته به غوره او مخکښ ګډونوالو په بيلابيلو ډالیو ونازول شي.
په ازموینه کې ګډون کوونکو زده کوونکو دا ډول سیالۍ د فکري روزنې او علمي سويې په لوړولو کې مهمې وبللې، هغوی وویل: په دغه کتاب کې یې د امارت اړوند ډیر معلومات ترلاسه کړل.
د يادونې وړ ده، چې له دې مخکې په قرغیو، دولت شاه او ځینو نورو سیمو کې دا ډول سیالۍ ترسره شوي دي او مخکښ ګډونوال يې په بيلابيلو ډالیو نازول شوي.

۱۴۴۶/۲/۱/ ھ ق 
۱۴۰۳/۵/۱۵ ھ ل

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۴۶
Background image

سهولت‌های لازم به سیاحان در ننگرهار فراهم شده‌است

مولوی ذبیح الله نورانی رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت ننگرهار در نشست هماهنگی با مسوولان شرکت‌های سیاحتی بیان داشت که ولایت ننگرهار به سطح کشور یکی از ولایات دارای ساحات تفریحی و تاریخی است. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

بازدید از ساحات باستانی و جاذبه‌های سیاحتی ولسوالی نجراب کاپیسا

احسان‌الله حسان رییس دفتر مقام وزارت اطلاعات و فرهنگ کشور به همراهی هیأت به هدف بررسی چالش‌ها و مشکلات فرا راه سیاحان از جاذبه‌های طبیعی و ساحات باستانی ولسوالی نجراب بازدید کردند.
رییس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۸
Background image

سیمینار آموزشی سه روزهٔ (بهبود روند کار و تقویت سیستم‌های اداری) به کارمندان اجرائیه آغاز شد

شنبه مورخ(۲۴ ذوالحجه‌الحرام ۱۴۴۶)آمریت ارتقاءظرفیت و انکشاف اداره ریاست امور کارکنان معینیت گرځندوی، مالی و اداری وزارت اطلاعات و فرهنگ سیمینار سه روزه آموزشی به مدیران اجرائیه ریاست. . .

BACK TO NEWS