د فاضل سانچارکي د مخه ښې او د هغه د کارونو د قدردانۍ غونډه جوړه شوه

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۷ - ۸:۴۹
د فاضل سانچارکي د مخه ښې او د هغه د کارونو د قدردانۍ غونډه جوړه شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه وزارت د خپرونو چارو د پخواني معين فاضل سانچارکي د مخه ښې او د کارونو د قدردانۍ غونډه جوړه کړه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه پلاوي او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د دغه وزارت د خپرونو چارو د پخواني معين   فاضل سانچارکي د کارونو په قدردانۍ او ستاينې سره، هغه يو فرهنګي او تجربه لرونکي شخصيت وباله او ويې ويل: د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې ده؛ د درملنې، استراحت او روغتيا په خاطر له خپلې دندې څخه ګوښه شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت سرپرستې زياته کړه: فاضل سانچارکي وياړلې کاري دوره لري او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه او کارکوونکي له هغه څخه ښې خاطرې لري.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې څرګنده کړه چې دغه غونډه د مخې ښې لپاره نه، بلکي د سانچارکي د کارونو د قدردانۍ په خاطر جوړه شوې ده.
وروسته د باختر آژانس رييس نجيب الله شينواري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو پخواني معين ته د ښې روغتيا هيله وکړه؛ سانچارکي يې تجربه لرونکى، علمي، فرهنګي او سياسي شخصيت وباله او ويې ويل چې سانچارکى په دوو دورو کې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د خپرونو چارو د معين په توګه دنده ترسره کړې ده.
شينواري زياته کړه چې پر خپلو همکارانو د هغه باور، ښه چلند او صميمانه اړيکې د دې سبب شوې دي چې د خپرونو برخې چارې په برياليتوب سره پرمخ لاړې شي.
په همدې ترتيب د دولتي ورځپاڼو رييس فريداحمد فرهنګ هم په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې سانچارکي د چارو د ښه والي په خاطر خپلو همکارانو ته ګټورې او ارزښتناکې سلا مشورې ورکولې او هېڅکله يې د خپلو همکارانو ښو غوښتنو ته
" نه" نه ده ويلې.
هغه ټينګار وکړ چې د خپرونو چارو د پخواني معين د کارونو په بهيرکې د خپرونو په برخه کې ارزښتناک برياليتوبونه ترلاسه شوي دي.
فاضل سانچارکي هم په خپلو خبروکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  د مشرتابه او کارکوونکو له ښو ولولو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې هېڅکله يې له خپلو  همکارانو سره د آمر په توګه چلند نه دى کړى، بلکې له هغوى سره يې صميمانه او دوستانه اړيکې لرلې او دا د چارو د ښه والي سبب هم شوى دى.
سانچارکي زياته کړه چې له څه مودې راپدېخوا ناروغ دى چې بايد يوه موده د درملنې  او روغتيا په خاطر استراحت وکړي او ټينګار يې وکړ چې له روغتيا وروسته به د خپل هېواد او خلکو په خدمت کې وي.
د غونډې په پاى کې د باختر آژانس رييس نجيب الله شينوارى، د دولتي ورځپاڼو رييس فريداحمد فرهنګ او د رسنيو پر خپرونو د څارنې رياست مرستيال سېدمحمود راد د اړوندو ادارو تحسين ليکونه او مننليکونه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د پخواني معين فاضل سانچارکي د کارونو د قدردانۍ په موخه برابر کړي وو، هغه ته ورکړل.
کابل / د سلواغې ۱۶ مه / باختر

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۳
Background image

برگزاری سیمینار‌های علمی در ولسوالی‌های مقر و ناوه 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت غزنی با هماهنگی آمریت‌های معارف، سیمینارهای علمی را با هدف اصلاح فکری برای شماری از جوانان ولسوالی‌های مقر و ناوه، برگزار کرد.
ملا حمیدالله نثار رییس اطلاعات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۴
Background image

دیدار معین فرهنگ و هنر با رییس عمومی موسسه فیروزکوه

شیخ عبدالرحمن طیبی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ با خانم لیان رییس عمومی موسسه فیروزکوه برای افغانستان و هیأت همراه وی دیدار کرد.
در این دیدار که محمد شفیق احمدزی رییس ارتباط. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۹
Background image

برگزاری امتحان فرمان شماره ۱۷ در فاریاب

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فاریاب با هماهنگی اداره علمی و فرهنگی البرز امتحان رساله فرمان شماره ۱۷ عالی‌قدر امیرالمومنین حفظه‌الله تعالی (درمورد رسم و رواج‌های ناپسند در امور خویشاوندی. . .

BACK TO NEWS