د نیمروز کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د حسن قرائت مراسم ترسره سول
د حسن قرائت مراسم په دارالقران الشفا مدرسه کې د نيمروز ولايت د مشهورو قاريانو، علمای کرامو او ځوانانو په ګډون د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري ترسره شول.
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج مفتي حبیبالله الهام د قرآن کريم د زده کړې او تلاوت د اهميت او فضيلت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: دا مراسم د قرآن عظيم الشان د تلاوت او زده کړې د ودې او د نيمروز ولايت له قاریانو څخه د ملاتړ په موخه جوړ شوي دي، نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې د عصري علومو د زده کړې ترڅنګ د قرانکريم زده کړه هم په ښه توګه تر لاسه کړي.
د يادو مراسمو په لړ کې د نيمروز ولايت مشهورو قاريانو په خپلو خوږو تلاوتونو سره مراسمو ته ښکلا وبخښله.
یاده مراسم د دُعا په ويلو سره پای ته ورسیدل.
۱۴۴۵/۵/۲۳ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۱۶ هـ ش
