د اطلاعاتو او کلتور رياست او رسنيو ترمنځ د همغږۍ ناسته تر سره شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۰:۴۶
.....

تېره ورځ د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نور محمد حنيف په مشرۍ د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه، چې پکې د دغه ولایت د علماوو شورا مرستيال مولوي لعل محمد صديقي، د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رياست استازي مولوي سيد عمران شهيد، د دولتي ادارو وياندويانو، خبريالانو او د رسنيو مسؤلينو ګډون کړی و.
د غونډې په پيل کې د امر باالمعروف رياست استازي په خپلو خبرو کې د رسنيو استازو ته د اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په کتو په نشراتي برخه کې سپارښتنې وکړې.
ورپسې د علماوو شورا مرستيال په خپلو خبرو کې وويل: رسنۍ زموږ د خلکو او نظام لپاره ډېر ارزښت لري، بايد رسنۍ د خپل شته نظام او خلکو لپاره داسې څه خپاره کړي، چې د دې هېواد له دين او کلتور سره برابر وي.
د اطلاعاتو آمر مولوي صديق الله قريشي په خپلو خبرو کې وويل: د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمريت تل هڅه کړې؛ تر څو د ژورنالېزم له اصولو سره سم خپلو خلکو او رسنيو ته په خپل وخت معلومات ورکړي او دوی ته داسې امکانات او اسانتياوې برابرې کړي، چې خلکو ته کره معلومات وړاندې کړي.
ورپسې د رسنيو استازيو، خبريالانو، د دولتي ادارو وياندويانو او مسؤلينو خپلې ستونزې او نظريات شريک کړل، چې د ښاغلي حنيف له لوري ورته د ستونزو د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۵/۱/۲۲ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۱۷ هـ ش

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۹
Background image

نشست هماهنگی سخن‌گویان و مدیرمسوولان رسانه‌های محلی ولایت بادغیس برگزار شد

نشست هماهنگی سخن‌گویان و مدیرمسوولان رسانه‌های محلی ولایت بادغیس، به ریاست مولوی مطیع‌الله متقی رییس اطلاعات و فرهنگ این ولایت برگزار شد.
مولوی مطیع‌الله متقی‌ رییس اطلاعات و فرهنگ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۶
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها 

نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها در حضور مولوی سیف الدین تائب معاون والی کندهار، مولوی ذبیح الله مجاهد سخنگوی ا.ا.ا.، مولوی انعام الله سمنگانی رییس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۶
Background image

کار پروژه‌های زیربنایی برای بازسازی بخش‌های مسکونی آثار تاریخی و مناطق باستانی آغاز گردید 

با حضور مولوی محمد انس عزیزی معاون والی بامیان، قاری سید مصطفی صالح رییس اطلاعات و فرهنگ این ولایت، نمایندگان سازمان یونسکو، نمایندگان شرکت‌های قراردادی پروژه‌ها و شماری از باشندگان محل. . .

BACK TO NEWS