د هلمند سيند کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۰:۶
.....

تېره پنجشنه د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په غازي محمد ایوب خان مېنه کې د هلمند سیند کلنۍ مشاعره په داسې حال کې ترسره شوه، چې د یاد ولایت والي طالب مولوي صاحب، د ا.ا. ویاند ذبیح الله مجاهد، مرستیال والي مولوي عبدالرحمان کندوزي، د هېواد مشهور انقلابي نعت خوان محترم ملا فقیر محمد دروېش، د نیمروز، فراه ولایت او هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیسانو، یو شمېر نورو اداري مسؤلینو، د مختلفو ولایتونو مشهورو او پیاوړو شاعرانو، لیکوالانو او کلتور پالو، پکې ګډون کړی و. 
د غونډې پرانیستونکې وینا د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وکړه، ټولو شاعرانو، لیکوالانو او مېلمنو ته یې ښه راغلاست وویل او خوښي یې وښوده چې هلمند د یوې داسې مشاعرې کوربه دی، چې پکې د افغانستان مشهور نعت ویونکي، شاعران، لیکوال، ادیبان او د قلم خاوندان ګډون لري. 
د ښاغلي ریاض په خبره په تېرو شلو کلونو کې شاعرانو، ادیبانو، د شعر او ادب مينوالو د شعر په ژبه د خپلې مبارزې قلم تاند ساتلی وو او د جهادي خدماتو د پیاوړتیا په موخه یې هلې ځلې وکړې. 
ورپسې د اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبيح الله مجاهد خبرې وکړې او ویې ویل، دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې د هلمند سیند په مشاعره کې ګډون کوو، د ښاغلي مجاهد په خبره، د اسلامي امارت مسؤلین ژمن دي چې د ګران هېواد د بیارغونې او اقتصادي ودې لپاره کار وکړي، نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو دوه کلونو کې هېواد په اقتصادي او بیا رغنيزو برخو کې د ډېرو ښو پرمختګونو شاهد دی. 
ورپسې شاعرانو او نعت ویوونکو د نعتونو، حمدونو او حماسي شعرونو ترڅنګ طنزيه شعرونه هم د مشاعرې ګډونوالوته واورول.
د مشاعرې په وروستیو کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي راشد له لوري شاعرانو، لیکوالانو، نعت ویوونکو او راغلو مېلمنو ته د هلمند رخام ډبرو څخه جوړې شوې ډالۍ ورکړل شوې. 

۱۴۴۵/۱/۱۸ هــ ق
۱۴۰۲/۵/۱۳ هـ ش

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۹
Background image

نشست هماهنگی سخن‌گویان و مدیرمسوولان رسانه‌های محلی ولایت بادغیس برگزار شد

نشست هماهنگی سخن‌گویان و مدیرمسوولان رسانه‌های محلی ولایت بادغیس، به ریاست مولوی مطیع‌الله متقی رییس اطلاعات و فرهنگ این ولایت برگزار شد.
مولوی مطیع‌الله متقی‌ رییس اطلاعات و فرهنگ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۶
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها 

نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها در حضور مولوی سیف الدین تائب معاون والی کندهار، مولوی ذبیح الله مجاهد سخنگوی ا.ا.ا.، مولوی انعام الله سمنگانی رییس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۶
Background image

کار پروژه‌های زیربنایی برای بازسازی بخش‌های مسکونی آثار تاریخی و مناطق باستانی آغاز گردید 

با حضور مولوی محمد انس عزیزی معاون والی بامیان، قاری سید مصطفی صالح رییس اطلاعات و فرهنگ این ولایت، نمایندگان سازمان یونسکو، نمایندگان شرکت‌های قراردادی پروژه‌ها و شماری از باشندگان محل. . .

BACK TO NEWS