د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د امریکایي اشغال پر وړاندې د جهاد له دورې څخه پاتې تاریخي آثار وسپارل شول

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۰
..

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د جهادي آثارو د ساتنې موزیم ته د دغه ولایت د الفتح ولسوالۍ د اقتصادي جرمونو مدیریت غړي او ډلګي مشر ملا عبدالروف محمدي‌آغا د امریکایي اشغال پر وړاندې د جهاد له دورې څخه پاتې پنځه هغه آثار، چې نوموړي خپله د جهاد پر مهال ترې ګټه اخیسته، وسپارل.
په دغو آثارو کې یوه توره، یوه لاسي مخابره، یوه مرمۍ، یو کمیس او یو پوځي پتلون شامل دي، چې د ښې ساتنې په موخه یاد موزیم ته وسپارل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا عبدالغفار حقنما د دغو آثارو ساتنه د مجاهدینو د مبارزو او سرښندنو د تاریخ ساتنه وبلله او ویې ویل: دغه یادګارونه د هېواد د تاریخي مخینې یوه برخه څرګندوي او د راتلونکو نسلونو د تېر مهال له واقعیتونو سره د اشنا کولو لپاره یې ساتنه خورا ارزښت لري.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې سپارل شوي آثار به د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په موزیم کې د خپلو اصلي مالکانو په نومونو ثبت او د تاریخي آثارو د ساتنې د اصولو له مخې خوندي وساتل شي.

۱۴۴۸/۵/۳۰ هـ.ق

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۴
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها 

نشست هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌های ولایت فراه در حضور مهاجر فراهی معین امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ، مولوی صفی الله رائد رییس نظارت بر رسانه‌های همگانی، شمیل احمد مشعل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۱
Background image

پنج اثر تاریخی به‌جامانده از دوران جهاد علیه اشغال امریکا به موزیم ریاست اطلاعات و فرهنگ سرپل تحویل داده شد

ملا عبدالروف محمدی‌آغا عضو مدیریت جرایم اقتصادی و یکی از دلگی‌مشران ولسوالی الفتح ولایت سرپل، پنج اثر به‌جامانده از دوران جهاد علیه اشغال امریکا را که خودش از آنها استفاده می‌کرد، به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۳:۵۵
Background image

تأکید بر حفاظت از آبدات تاریخی و جلوگیری از حفریات غیرقانونی در گرزیوان فاریاب

مولوی شمس‌الدین محمدی رییس اطلاعات و فرهنگ فاریاب در سفرش به ولسوالی گرزیوان با نویسندگان و بزرگان مناطق خواجه‌غار، دره‌شاخ و دره‌زنگ دیدار و درباره حفاظت از آبدات تاریخی، جلوگیری از. . .

BACK TO NEWS