د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د امریکایي اشغال پر وړاندې د جهاد له دورې څخه پاتې تاریخي آثار وسپارل شول
د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د جهادي آثارو د ساتنې موزیم ته د دغه ولایت د الفتح ولسوالۍ د اقتصادي جرمونو مدیریت غړي او ډلګي مشر ملا عبدالروف محمديآغا د امریکایي اشغال پر وړاندې د جهاد له دورې څخه پاتې پنځه هغه آثار، چې نوموړي خپله د جهاد پر مهال ترې ګټه اخیسته، وسپارل.
په دغو آثارو کې یوه توره، یوه لاسي مخابره، یوه مرمۍ، یو کمیس او یو پوځي پتلون شامل دي، چې د ښې ساتنې په موخه یاد موزیم ته وسپارل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا عبدالغفار حقنما د دغو آثارو ساتنه د مجاهدینو د مبارزو او سرښندنو د تاریخ ساتنه وبلله او ویې ویل: دغه یادګارونه د هېواد د تاریخي مخینې یوه برخه څرګندوي او د راتلونکو نسلونو د تېر مهال له واقعیتونو سره د اشنا کولو لپاره یې ساتنه خورا ارزښت لري.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې سپارل شوي آثار به د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په موزیم کې د خپلو اصلي مالکانو په نومونو ثبت او د تاریخي آثارو د ساتنې د اصولو له مخې خوندي وساتل شي.
۱۴۴۸/۵/۳۰ هـ.ق
