کونړ کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ولایت د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان وویل: رسنۍ د خلکو د پوهاوي او د حقایقو د انعکاس مهمه وسیله ده او خبریالان باید په خپلو راپورونو کې حقیقتونه په دقیق او بېپرې توګه خپاره کړي، نوموړي له خبریالانو وغوښتل، چې د ستونزو د رامنځته کېدو پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره همغږۍ وکړي.
دغه راز د خبریالانو په استازیتوب په کونړ ولايت کې د خبريالانو خونديتوب کمېټې مسوول فضل واحد افکاري خبرې وکړې او د خبریالانو ستونزې او غوښتنې یې له مسوولینو سره شریکې کړې، نوموړي وویل: خبریالان د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپلې رسنیزې چارې ترسره کوي.
په دغې ناسته کې د رسنیو، خبریالانو او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترمنځ د رسنیزو چارو او ستونزو د حل په اړه بحث وشو او ګډونوالو د ورته ناستو جوړول د رسنیو او اړوندو ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او د معلوماتو پر وخت شریکولو لپاره ګټورې وبللې.
۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ ق
