مقر ولسوالۍ کې د کتاب یو ورځنی نندارتون جوړ شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۲
..

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهې کاروان په نوم د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار وویل: په دغه نندارتون کې د مقر ولسوالۍ د عامه کتابتون د کتابونو ترڅنګ، د یادې ولسوالۍ د کتاب‌ پلورونکو له لوري زرګونه ټوکه اسلامي، تاریخي، تدریسي او معلوماتي کتابونه هم نندارې ته وړاندې شول، چې سلګونو کسانو ترې لیدنه وکړه.
ښاغلي نثار زیاته کړه، چې د پوهې کاروان د نندارتون موخه په ټولنه کې د کتاب ارزښت پیاوړتیا، د مطالعې فرهنګ ته وده ورکول، لرې پرتو سیمو ته د فرهنګي فعالیتونو غځول، د لیکوالانو او ژباړونکو نوي چاپ شوي آثار ټولنې ته وړاندې کول او کتاب‌ پلورونکو ته د بازار موندنې زمینه برابرول و.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په وینا؛ دا لومړی ځل دی چې د دغه ولایت په یوه لرې پرته سیمه کې د کتابونو نندارتون جوړېږي او هڅې دي چې د ورته فرهنګي فعالیتونو لړۍ د غزني نورو ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته هم وغځول شي.

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۷
Background image

آگاهی‌دهی درباره فرمان شماره (۱۷) در ولایت لوگر 

در ادامه برنامه‌های آگاهی‌دهی فرهنگی، بروشورها، کتاب‌چه‌ها، قلم و مواد چاپ‌شدهٔ معلوماتی دیگر از سوی وزارت اطلاعات و فرهنگ درباره فرمان شماره (۱۷) مقام عالی‌قدر امیرالمومنین حفظه‌الله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۶
Background image

نشست هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها در ولایت کنر برگزار گردید 

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کنر نشست هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌های این ولایت راه‌اندازی کردند.
مولوی سمیع‌الحق حق بیان رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت کنر گفت که رسانه‌ها. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۴۶
Background image

نمایشگاه یک‌روزه کتاب در ولسوالی مقر برگزار شد

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت غزنی، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را تحت عنوان «کاروان دانش» در ولسوالی مقر این ولایت برگزار کرد.
ملا حمیدالله نثار رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت غزنی، گفت که در این. . .

BACK TO NEWS