د زمري ۲۴مې د ښې نمانځنې په موخه له یوټیوبرانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۹:۴۶
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ، د زمري ۲۴مې (فتحې ورځې) د نمانځنې د مراسمو د ښه رسنیز کولو په موخه له یوټیوبرانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د خپرونو چارو معین ترڅنګ، پر ټولیزو رسنیو د څار رییس مولوي صفي‌الله رائد، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه اړیکو رییس او ویاند قاري حبیب غفران، د امارتي ادارو یو شمېر مسوولینو او یوټیوبرانو هم ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې، پر ټولیزو رسنیو د څار رییس مولوي صفي‌الله رائد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د زمري ۲۴مه د افغانستان د ټولو خلکو د خپلواکۍ ورځ ده او باید دغه ورځ د غوره پروګرامونو په جوړولو سره ونمانځل شي. نوموړي له یوټیوبرانو څخه وغوښتل، چې د نظام او اسلامي ارزښتونو پر وړاندې خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

د غونډې په لړ کې د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د فتحې ورځ د افغانستان د خلکو او مجاهدینو د قربانیو او سرښندنو پایله وبلله او ویې ویل: افغانستان په تېرو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو له لوري اشغال شوی و او د دغو مبارزو او سرښندنو په پایله کې د زمري۲۴مه د هېواد د خپلواکۍ د ورځې په توګه وټاکل شوه.

ښاغلي فراهي ټینګار وکړ، چې د دې ورځې په غوره نمانځلو کې ټول مسؤلیت لري، نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې لویې لاسته‌راوړنې لري او باید د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې په پراخه کچه رسنیزې شي.

د ښاغلي معین صاحب په وینا؛ د افغانستان دښمنان تل هڅه کوي، چې د خلکو ترمنځ اختلاف او تفرقه رامنځته کړي، خو د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنۍ وروسته د خلکو ترمنځ د یووالي زمینه برابره شوې ده.

ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه اړیکو رییس او ویاند قاري حبیب غفران وویل: د یوه هېواد رښتینې خپلواکي هغه مهال تحقق مومي، چې اساسي پرېکړې یې له نورو هېوادونو سره تړلې نه وي. ښاغلي غفران زیاته کړه، چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د ټولنې بېلابېلې برخې د بهرنیو هېوادونو تر اغېزو لاندې و.

نوموړي د زمري ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه مهمه ورځ وبلله او د اسلامي نظام د ساتنې په برخه کې یې د خلکو پر ګډ مسوولیت ټینګار وکړ. ښاغلي غفران له یوټیوبرانو څخه وغوښتل، چې د دې ورځې په مناسبت د اسلامي نظام د لاسته‌راوړنو او د هېواد د خپلواکۍ د ارزښت په اړه د عامه پوهاوي او رسنیز پروګرامونه جوړ او خپاره کړي.

همدارنګه یوټیوبرانو خپل نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې له مسوولینو سره شریکې کړې او د ورته غونډو د دوامداره ترسره کېدو غوښتنه یې وکړه.

په پای کې د خپرونو چارو معین له لوري د یوټیوبرانو وړاندیزونو او ستونزو ته د د رسیدو ډاډ څرګند شو.

۱۴۴۸/۲/۲۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۶
Background image

آمادگی‌های ریاست نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی به مناسبت ۲۴ و ۲۸ اسد جریان دارد 

ریاست نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ، در سلسله آمادگی‌ها و برنامه‌های روزهایی آزادی ۲۴ و ۲۸ اسد، در نظر دارد تا برنامه بزرگ فرهنگی و نشراتی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۲۰:۳۴
Background image

دیدار معین وزارت اطلاعات و فرهنگ با سفیر ازبکستان

شنبه مورخ(۲۴ صفرالمظفر ۱۴۴۸), مولوی قدرت الله جمال معین گرځندوی، مالی و اداری وزارت اطلاعات و فرهنگ با اویبک عثمان‌اف سفیر جمهوری ازبکستان در کابل، دیدار کرد.

در این دیدار، دربارهٔ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۵۹
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با تعدادی از فرهنگیان و نویسندگان در فاریاب

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فاریاب، با هماهنگی اداره علمی و فرهنگی البرز نشست هماهنگی با حضور تعدادی از مبارزین اهل قلم، فعالان شبکه‌های اجتماعی، جوانان و چهره‌های فرهنگی را با هدف. . .

BACK TO NEWS